د لاسرسي ځای

د پاکستان خارجه وزارت وایي چې په روس کې د شنګهای همکاریو سازمان غونډه کې به د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او خارجه وزیر خواجه اصف ګډون کوي.

د خارجه وزارت په وینا چې دا غونډه به په راتلونکې دیرشم تاریخ د روس په ښار سوچي کې کیږي چې پکې به په سیمه ییزه همکاریو، ترهګرۍ او امنیتي چارو خبرې کېږي.

د دې غونډې په موقع د پاکستان وزیراعظم حکومتي او ریاستي مشرانو سره به ملاقاتونه هم کوي.

د روان کال په جون میاشت کې د قازقستان په سرښار استانه کې د شنګهایي همکاریو تنظیم د سرمشریزې غونډې په موقع پاکستان ته هم د دې تنظیم مستقل رکنیت ورکړل شوی وو.

هند ته هم بشپړه غړیتوب ورکړل شو.

د شنګهایې همکاریو سازمان بشپړه غړیتوب ترلاسه کولو پس د پاکستان ذمه واریو او له دې سازمانه د پاکستان د تمو په اړه د بهرنیو چارو کار پوه پروفېسر اعجاز خټک وایي پاکستان ته به د ترهګرې پرضد کوششونو او تجربو په لړ کې اهمیت ورکول کېږي.

''دا سازمان به د ترهګرۍ پرضد د مالوماتو د تبادلې په اړه د پاکستان نه زیاته طمعه لري ، دا شان دا به هم ګوري چې د افغانستان په معامله څومره کمک کولې شي او بل چې د وسله وال والو کومې شبکۍ دي چې هاغه په وسطي ایشیا کې هم دي او چین کې هم مسله روانه ده نو د دې په اړه دا اندېښنه به هم روچتیږي چې ایا چرته د دې وسله والو پاکستان کې وسله والو سره تړاو خو نه شته نو داسي قسمه خبرې به مخې ته راځي.''

د سیمه ایزه چارو کار پوه ډاکټر سرفراز خان وایي چې د بشپړه غړي په هېڅ به پاکستان ته ګټه هم رسي.

''دې سره به د پاکستان په اړه دا تاثر ختم شي چې ایا د وسله والو کمک کوي او دا تاثر به مخې ته راشي چې پاکستان د دوي پرضد دې. دې سره سره د منشیاتو په اړه به معاملاتو کې هم ښه والې راشي او د وسطي ایشیا ملکونو سره به اړیکې ښې شي چې ورسره به اقتصاد هم ښه کیږي.''

د شنګهایې همکاریو سازمان په مستقل غړیو کې چین، روس، قزاقستان، کرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان دي چې ورسره سږ کال پاکستان او هند هم شامل شوي دي.

د څارونکو یا مبصر ملکونو په فهرست کې افغانستان، ایران، بېلا روس او منګولیا دي.

دا تنظیم ۲۰۰۱ م کال کې د چین په شنګهای کې جوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG