د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بنې او زوم مې پرمخ تېزاب وشیندل'


د خېبر پښتونخوا د سوات سېمې ثمينه بي بي د قران په تلاوت بوخت وه چې په مخ يې تيزاب وشيندل شو.

دغه کار د ثمېنې په وینا د هغې بن د خپل زوم په مرسته کړې وو.

ثمينه اوس له خپل نيمګړي څېرې سره ستونزمن ژوند تېروي او يوازنۍ وجه يې په کوره دننه کېنه او بغض وو.

ثمینه وايي، زما بنې خپلې لور له په سرنج کې تېزاب واچول او هغې ماته په سترګو کې واچول او هغې وروسته يې په ما د ټيزابو ټپکه راواړوله.

نوموړې زیاتوي زما شاته ملا،ټول وجود،مخ لاسونه خراب دي هېڅ راکې بچ نه دي بس خدای راکې دا ساه ساتلې ده ګيني يو اړخ غوږ، پوزه، سترګې او شونډې مې هم نشته.

ثمینه وویل زما خاوند په سعودي کې وو چې خبر شو نو راغلو او ما سره يې يو څو مياشتې تېرې کړې او هغې وروسته بيا تللې دی نو تپوس مې هم نه کوي چې زه ورسره رابطه وکړم خو ښه ده ګيني رابطه را سره هم نه کوي.

پاکستان کې هر کال داسې پر سلګونو ښځې د مختلف تشدد ښکار کېږي په دې کې ښځې او سړي دواړه ککړ هم وي او متاثره هم،خو په عمومي توګهد دې تيرو زيات ښکار ښځي وي.

د پاکستان د بشري حقونو يا هيومن رايټس کمېشن د۲۰۱۷م کال پورټ تر مخه ۹۵ ښځې د د کورني تشدد ښکار شوی دی سږ کال له جنورۍ تر اګست مياشت د تيزاب اچولو ۲۰ کېسونه، د وهلو ټکولو ۵۲ او د سوځولو ۱۳ کېسونه رپورټ شوي دي.

د پاکستان په ګډون په نړۍ کې هر کال د نومبر په ۲۴مهنېټه پر ښځو د تشدد مخ نيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي چې مقصد يې په ټولنه کې په قحو د زور زياتي خلاف آواز وچتول او خلکو ته پوه ورکول دي.

خو په پاکستان کې هر کال له ښځوسره د زور زياتي په کېسونو کې زياتوالې روان دی که هغه کورنۍ زياتۍ وي او که نور،د دې پېښو مخنيوې ولې ګران دی؟

په دې اړه د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې غزاله وايي چې مجرمانو ته سزا نه مېلاوېدو او قانون نه عملي کېدو له وجې په ټولنه کې دا پېښې کېږي.

نوموړې وايي،کمزورې زموږ په قانون کې هم ده او په موږ کې هم بلکې د قانون نه زياته کمزورۍ زموږ ده،زموږ په کورونو کې که يو زوی قتل وکړې نو مور پلار راپاسي خپل زوی معاف کړي او سمجهوته وکړي هم دا شان په نورو جرمونو کې هم روغې وشي او مجرمان خلاص شي نو له داسې سره مجرم ته پته ولګي چې هغه ته سزا مېلاو نه شوه نو هغه نور هم زړه ور شي.

هغه زیاتوي زما په خيال مجرم ته سزا ورکول پکار دي چې دا شان ترې نور خلک عبرت واخلي او بيا داسې جرمونه نه کوي.

د ياد کمېشن رپورټ تر مخه هم د رروان کال لومړۍ اته مياشتو کې د غيرت په نوم ۲۰۶ ښځې وژل شوي دي او ۴۶۱ ښځې د جنسي تېرو ښکار شوي چې پکې تر ټولو زيات د ډليز جنسي تېرو ۱۳۲کېسونه رپورټ شوي دي.

په ثمينه بي بي تېزاب ويشتنې په تورد هغې بن او بنزۍ په جيل کې بند دي خو په دغه جرم تورن زوم يې له ځايه تښتېدلې.

نوموړې اوس د خپل مور پلار په کور ژوند کوي او په خپل سر د نيمګړي مخ او بدن دارو درمل کوي.

ثمینه وايي، زه خو وايم چې هغوی سره دې داسې کار وکړي شي چې زما دا بدل ترې واخيستې شي او زما په شان يې دا سترګې ړنډې شي او محتاجه شي لکه نن يې چې زه ړنده او محتاجه کړي يم۔

نوموړې وايي زه خو وايم چې داسې خلکو ته دې داسې سختې سزاګانې ورکړل شي چې سبا بل کس داسې د غريب کس سره ظلم زياتې ونه کړې شي لکه دا ما سره چې وشو.

د ښځو د حقونو لپاره کار کونکي وايي چې په ټولنه کې پر ښځو د تشدد کېسونه له معلومو شمېرو ډېر زيات دي خو د دودايز بنديزونو له وجې ډېر کم کېسونه رپورټ کېږي.

XS
SM
MD
LG