د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ډېری خلک د امنیه قوماندن د تبدیلی مخالفت کوي


د خوست لسګونه قومي مشران، دیني عالمان او مدني فعالان له څو ورځو راهیسې ناستې او غونډې لري او د خوست د امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د تبدیلی له پرېکړې سره مخالفت څرګندوي.

دوی وايي، د جنرال غیرت په وجود کې د خوست امنیت ښه شوی، د پوځي ادارو او خلکو تر منځ اړېکې نږدي شوي او تر ډیره بریده د پولیسو په ادارو کې د فساد او بډو مخه نیول شوې ده، نو په دې حالت کې د نوموړي قوماندن د تبدیلی پرېکړه پرځای نه ده.

قومي مشران ګواښ کوي، کچیرې مرکزي حکومت له دې پرېکړې منصرف نشي، نو د لاریونونو په ګډون به پراخو مدني حرکتونو ته مخه کړي.

د جمعې په ورځ هم د خوست د ولایتي شورا د یو تن غړي عبدالولي واحدزي د دفتر په انګړ کې لسګونه قومي مشران راټول شوي او له ولسمشر همدارنګه د کورنیو چارو وزارت له چارواکو غواړي، چې په خپل ځای د امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت په پاتې کیدو کې د خوست د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د حاجي نواب په نوم د ځدراڼو د قوم یو تن مشر وايي، د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو لکه ځدارڼو، منګلو، تڼیو، ګربزو، خوستیو ان تر ځاځي میدان پورې قومي مشران راغلي او د مرکزي حکومت څخه غواړي، چې امنیه قوماندان له تبدیلی څخه ډډه وکړي.

حاجي نواب زیاتوي، د جنرال غیرت په وجود کې په خوست کې امن ټینګ شوی، د حکومت او ولس تر منځ اړیکې نږدې شوي او د پولیسو په ادارو کې فساد ورک شوی، نو ټول خلک او قومونه دده په پاتې کیدو خوښ دي او تبدیلی سره يې مخالفت کوي.

د امنیه قوماندان جنرال غیرت د تبدیلی د پرېکړې په مخالفت کې هغه وخت په خوست کې غبرګونه پیل شول، چې د ځینو سرچینو په حواله په یو شمېر ټولنیزو رسنیو کې د هغه د تبدیلی مساله راپورته شوه.

د خوست د ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزی هم وايي:

((په جلالتماب ولسمشر او محترم اجراییه رييس باندې غږ کوم په جنوب او جنوب ختیزو ولایتونو کې یوازینۍ امن ولایت خوست ولایت دی، چې دا د مشرانو برکت دی او ددې فیض الله غیرت برکت دی، چې دا قومونه يې سره منسجم کړي دي، مه يې خرابوئ، مه يې ړنګوئ، کچیرې دا خوست درمات شو، که د خوست خط مات شوی دویم خط بیا په سنګ نوشته باندې دی، خو غیرت د خوست شمله ده او په هر صورت ورڅخه ملاتړ کوي.))

د خوستیو قومونو د مشرانو په استازیتوب سورګل وايي، چې د خوست په شان امنیت د افغانستان په نورو ولایتونو کې نشته، چې لامل يې د پوځي ارګانونو همغږیتوب دی، چې مشري يې جنرال فیض الله غیرت پر غاړه لري.

دی وړاندې وايي کچیرې مرکزي حکومت نوموړی قوماندان تبدیل کړي، نو ټول خوستي قومونه به په لاریونونو لاس پورې کړي، ځکه د خوست شته امنیت د دې لامل شوی، چې خلک هوسا او ارامه ژوند ولري.

د حاجي ظفر په نوم د تڼیو د قوم مشر وايي، چې د خوست د امنیه قوماندان د تبدیلی پرېکړه دوی لپاره د منلو وړ نه ده:

((قوماندان امنیې زموږ د خوست امنیت راوستی دی، په ټولو چارواکو غږ کوو چې دا قوماندان موږ خوښ دی، تبدیلی ته يې نه ورکوو او دا پرېکړه هم چا سره نه منو.))

د خوست د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان وايي، چې یاده شورا د خلکو د غوښتنو د انعکاس یوه مرجع ده او ولایتي شورا د افغان ولسمشر او د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه غواړي، چې د څو تنو په غوښتنه او د دوی د ګټو په خاطر چارواکي تبدیل نه کړي.

د ده په وینا هغه مسوولین چې خلک پرې راضي او په خپلو دندو کې بریالي دي باید په خپلو ځایونو پاتې شي.‍

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ هم د خوست د بیلابیلو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اوسیدونکو د ولایتي شورا په انګړ او له هغې یوه ورځ وړاندې د میلمستون په ودانۍ کې له مرکزي حکومت غوښتي ول، چې د خوست د امنیه قوماندان د تبدیلی په پرېکړه له سره فکروکړي، له هغې پرتهخلک، قومونه او ټولنیز بنسټونه به د لاریونونو په ګډون د دې پرېکړې پر وړاندې په پراخو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG