د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې ځانوژونکي برید یو لوړپوړی پولیس افسر وژلی دی


په پېښور کې چاودنه، لوړپوړی پولیس افسر وژل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

پولیس چارواکي وايي، د پېښور فېز۲ سيمه کې له زرغوني جومات سره نزدې يوه ځانوژونکي بریدګر د يو لوی افسر ګاډی په نښه کړی دی. د بيړنيو مرستو ادارې ريسکيو۱۱۲۲ وياند وايي، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي چې پکې اشرف نور او يو بل پوليس اهلکار شامل دی خو د پېښور پوليسو مشر خبريالانو ته يواځې د اشرف نور نومې پوليس افسر د وژنې پخلی کړی دی.

د پېښې په ځای له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پېښور پوليسو مشر طاهرخان وويل دا يو ځانمرګي بريد وو چې په موټرسايکل ناست تن د پوليسو ګاډی په نښه کړی دی.

"شاوخوا پاوکم نهه بجې اشرف نور صېب دفتر ته روان وو چې ځانمرګي بريد پرې شوی، لومړي خبرونه دا دي چې ځانمرګي بريد کوونکی پر موټرسايکل سور وو، د هغه د بدن ټوټې هم ترلاسه شوي دي. د بمونو شنډولو ځواک غړي هم د پېښې پر ځای موجود دي. اشرف نور چې ايډيشنل اي جي هيډکوارټر وو هغه مړ دی او نور شپږ پوليس اهکار ژوبل دي."

د پېښور د بيړنيزو مرستو ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ ادارې وياند بلال فیضي ويلي چې پينځه نور پوليس اهلکار په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.

د فېضي په وينا چې د وژل شوي دوېم تن پېژندګلو د روح الله په نوم سره شوې ده.

د ريسکيو ۱۱۲۲ وياند دا هم وايي چې په پېښه کې پينځه پوليس اهلکار ژوبل شوي دي چې پېژندګلو يې د ذیشا ن،محمد ذیشان , شوکت, سہراب علی او اعجاز په نومونو سره شوې ده کوم چې د علاج لپاره حيات اباد ميډيکل کملپېکس روغتون ته رسول شوي دي.

بل خوا لشکراسلام ډلې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG