د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا دفاع وزیر به د پاکستان دوره کوي'


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وایي چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس به د پاکستان دوره کوي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل وینا وه چې پاکستان او امریکا د ټولو معاملو په ګډون د سیمې امنیت و ثبات په اړه په خبرو اترو کې بوخت دي.

ده دا هم وویل چې دواړه خواوې خپل منځي اړیکې مخ په وړاندې په وړولو اتفاق لري.

“د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي جېمز مېټس دوره په راتلونکیو څو اونو کې متوقع ده او د دې دورې لپاره سفارتي ذرایعې د خپلمېنځي همکاریو له لارې په مناسبه نېټه کار کوي. د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې پراخې او ګڼ -اړخیزې دي. د ګډو مفاداتو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو یوازنی عمل نه دی بلکې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ یو دوامداره عمل دی. دواړه خواوې په دې متفق دې چې خپلمینځي د معمول اړیکې جاري وساتي چې دوه اړخیزو مقصدونو په ګډون دا مهم او اوږدمهاله اړیکې مخ په وړاندې بوځو”

د راپورونو ترمخه چې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس به راتلونکې میاشت یا د دسمبر په وړومبې اونۍ کې د پاکستان دوره کوي او د وسله والو پرضد به د اسلام اباد همکاري ترلاسه کوي.

تېره اونۍ د امریکا مرکزي کمانډ مشر جنرل جوزف ووټل د پاکستان پوځ له مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه سره په پنډۍ کې ملاقات کړې وو او د سیمې امنیت، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې انتظام او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان په کردار خبرې کړی وې.

XS
SM
MD
LG