د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د بیلابیلو جرمونو په تور ۱۴ کسان او لس ګاډي نیول شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سمیو کې يې په وروستۍ یوه اونۍ کې د جنايي جرمونو په تور۱۴ تنه نیولي دي.

دوی زیاتوي، پولیسو په همدې موده کې شپږ میله وسله او لس ګاډي چې څلور يې موټر تښتونکو له خلکو په زور بیولي ول بیرته نیولي او د ګاډو مالکانو ته يې سپارلي دي.

نن د چارشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پولیسو د سړي تښتونکو د یوې حرفوي ډلګی ۶ ګاډي لاسته راوړي او یو تن اختطاف کوونکی چې پولیسو سره په مخامخ نښته کې ټپی شوی نیولی دی.

د خوست امنیه قوماندان وویل، د اختطافګرو یا سړي تښتونکو یاده ډلګی د پولیسو لخوا د قتل او وژلو په نورو پيښو کې هم په لاس لرلو تورنه ده.

مل پاسوال فیض الله غیرت زیاته کړه:

((تیره هفته کې ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول پولیسو لس ګاډي نیولي دي، چې ۴ د خلکو څخه تښتول شوي ګاډي وو او ۶ نور د هغو سړي تښتونکو د ګروپ ول چې ډېر حرفوي او اختطافچي ګروپ وو، د دوی نفر موږ پخوا هم نیولي وو، یو بل مشهور کس يې پولیسو سره په متقابلو ډزو کې زخمي دی، ده به خلک وژل او قتلونه به يې کول.))

خوست امنیه قوماندان وویل، ۱۴ تنه مظنونین نیول شوي، چې هغوی د نشه يي موادو د پېر او پلور په ګډون په بیلابیلو ناقانونه کړنو کې د لاس لرلو په جرمتورن دي.

ده زیاته کړه، په موسی خېلو کې یو عراده د پولیسو هغه رینجر ګاډی همافغان ځواکونو نیولی چې د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط پر مهال د وسلوالو لاسته لویدلي وو.

امنیه قوماندان وړاندې وویل:

((موږ ۱۴ نفره مظنونین د مختلفو جرمونو په تور لکه د ۱۹ کیلو چرسو، یو کیلو تریاک او همدارنګه د شيشې په نوم پوډر د پولیسو لاسته ورغلي دي، د دوی څخه ۶ میله سلاح چې ۴ کلاشینکوف او ۲ تفنګچې دي هغه هم لاسته راغلي دي، همدارنګه باید ووایم چې یو عراده د پولیسو رینجر ګاډی چې په جانخېلو ولسوالۍ کې د دښمن په لاس کې لویدلی وو، زموږ د خوست پولیسو بیرته په لاس راوړی دی.))

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول پولیس د هغو کسانو په مقابل کې چې قانون ماتونې کوي او بیلابیل جرمونه سرته رسوي، خپل فعالیتونه چټک کړي او پدې وروستیو کې يې یو شمېر نیولي دي.

بل لوري ته کتونکي که څه هم د امنیتي ځواکونو هلې ځلې د یادولو وړ بولي، خو نیوکه کوي، چې ډېر کله د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي کسان د تحقیقاتو په جریان کې د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا برئت ترلاسه کوي، چې دا حالت د سرتیرو روحیې او پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG