د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست پر هوايي ډګر د الوتکې لومړۍ ازمویښتي ناسته


د افغانستان هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، چې د خوست هوايي ډګر د ځغاست ـ لیکې جوړلو په تعقیب به ډېر ژر د هوايي ډګر پر اړوندو نورو تاسیساتو هم کار پیل شي او په نږدې راتلونکې کې به پروازونو ته چمتو شي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د سېشنبې په ورځ د خوست نوي هوايي ډګر د ارزونې لپاره په ازمایښتي ډول د کام ایېر الوتکي د کېنستو لپاره په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

پر خوست هوايي ډګر د کام ایېر ازمویښتي ناسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:36 0:00

د افغانستان هوايي چلند ادارې عمومي رييس محمود شاه حبیبي وویل، د یوې میاشتې په موده کې به د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د رادار او هوا پېژندنې ادارې جوړې شي او ورپسې به يې یو لنډمهالی ټرمینل هم جوړ شي، چې په دې توګه به تر درېو راتلونکیو میاشتو د خوست هوايي ډګر پروازونو ته چمتو شي.

د افغانستان هوايي چلند ادارې عمومي رييس محمود شاه حبیبي
د افغانستان هوايي چلند ادارې عمومي رييس محمود شاه حبیبي

محمود شاه حبیبي وویل، د یو هوايي ډګر د کارونو ترسره کېدل کلونه وخت نیسي، خو یاده اداره په پام کې لري، چې د خوست هوايي ډګر په ټولو نړیوالو معیارونو سمبال جوړ کړي.

د هوايي چلند د ادارې مشر زیاته کړه، د کام ایېر دا الوتکه ۱۴۰ تنه سپرلی پورته کوي، چې تر عربي هېوادونو مسافر لېږدولی شي، خو له دې هوايي ډګره هغه الوتکې هم پروازونه کولای شي، چې ۳۵۰ مسافر لیږدوي او تر اروپا تګ او راتګ کوي.

خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې یوه ورځ به خوست د یو شمېر هېوادونو تر منځ د ترانزیټ نښلولو نکته وي.

خوست والي حکم خان حبیبي
خوست والي حکم خان حبیبي

ده وویل، د خوست هوايي ډګر به ځايي سوداګرو ته زمینه برابره کړي، چې له دې ځایه چین، عربي هېوادونو او د نړۍ مختلفو سیمو سره سوداګري تنظیم کړي.

''له همدې هوايي ډګره چې نن موږ په کې ناست یو، چین ته، ګلف یا عربي هېوادونو ته، اروپا ته او د نړۍ مختلفو هېوادونو ته پروازونه موجود وي او ستاسو تجارت به له همدغه ځایه ترسره شي.''

که څه هم د خوست اوسیدونکي په یاد ولایت کې د هوايي ډګر د ځغاست -لیکې د کارونو بشپړولو ته خوشاله دي، خو اندېښنه څرګندوي چې ممکن د اړوندو تاسیساتو په جوړولو يې بیا کلونه کلونه وخت تېر شي.

د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال
د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال

د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د هوايي ډګر د اړوندو تاسیساتو په جوړولو دې هم بیړه وشي:

''د هوايي ډګر پروژه د خوستوالو هغه بنیادي او مهمه غوښتنه وه، چې نن يې الحمدالله موږ د ځغاست لیکې د ارزونې او په هغې د الوتکې راکوزیدلو زموږ خوستوالو ته هیلې وروبخښلې، غوښتنه داده چې د دې میدان نور اړوند ملحقات او تاسیسات یو بل پسې موږ د افتتاح شاهد واوسو.''

د یادونې وړ ده د خوست نوی هوايي ډګر ۲۶۶۴ متره اوږده او ۴۵ متره پلنه ځغاست لیکه لري، چې نور اړوند تاسیسات ورته ندي جوړ شوي.

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې لسګونه زره مسافر لري.

د خوست پر هوايي ډګر له ۷ کلونو راهیسې کار پیل شوی، خو د بیلابیلو لاملونو له کبله يې کارونه کله ولاړ او کله بیا روان شوي دي.

XS
SM
MD
LG