د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا پوهنتون نجونه زده کوونکې نه لري'


وفاقي حکومت د خیبر قبایلي سیمې په دره ادم خېل کې فاټا پوهنتون پرانېستی دی خو لاهم له اسانتیاوو بې برخې دی.

په دوه زره نهم کال کې د پاکستان وزیراعظم د دې پوهنتون اعلان کړی وو او په دوه زره دولسم او دیارلسم کال د فاټا سیکرېټرېټ تر پرمختیايي پروژې لاندې د پوهنتون لپاره دوه سوه شپږشپیته کناله ځمکه واخېستل شوه. دا د ۴.۶ بیلیونه (اربه) روپو پروژه ده.

د مشال راډیو په خپرونه ؛ د کرښې په غاړه؛ کې د خبرو په وخت د پوهنتون رجسټرار انوار خواجه وویل چې فاټا یونیورسټي له دوه زره شپاړسمکال راهیسې خپل کار پیل کړی دی. په پوهنتون کې لومړی اووه شپېته زده کوونکیو داخله اخېستې وه چې اوس يې شمېره دوه سوه شپېته ته رسېدلې ده.

نوموړي وویل چې دا وخت په پوهنتون کې د بیچلرز په کچه په اووه څانګو کې زده کړې کېدلی شي، ښځې استادانې هم ګمارل شوې دي خو تر اوسه په پوهنتون کې یوې نجلۍ هم داخله نه ده اخېستې.

د قبایلي سیمې یو خبریال او ټرایبل ټایمز ایډیټر رضا دوتاڼي وویل دغه پوهنتون د یو کالج په تعمیر کې پرانستل شوی دی ، او بنیادي اسانتیاوې نه لري. بل پوهنتون په دره ادم خېل کې دی نو یوه نجلۍ هم نه غواړي چې دغلته زده کړو ته زړه ښه کړي.

دوتاڼي وویل چې فاټا سیکرټرېټ، ګورنر او وفاقي حکومت په خپل وخت د دې منصوبې په بشپړولو کې پاتې راغلي دي.

تیره اوونۍ له مشال راډیو سره د خبرو په وخت د سیفران وزیر مملکت غالب خان وویل چې قبایلي سیمو کې د لوړو ذده کړو د کمیشن د مشر سره خبرې کړي دي او د سینیټ قایمه کمیټي په دې رضا شوې ده چې په فاټا کې د پوهنتونونو څانګې پرانیزي.

بل خوا له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي چې وفاقي حکومت له دوی سره په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي پروژو په اړه هېڅ سلا مشوره نه کوي او دا څلورم کال دی چې د فاټا سیکرېټرېټ د پرمختیايي پروژو بیاکتنې غونډه نه ده شوې.

د پارلېمان غړي وویل په دره ادم خیل کې د پوهنتون پرانيستل یوه سمه پرېکړه نه وه ځکه چې دغه ځای له ډېرو قبایلي سیمو لېرې دی. شهاب الدین غوښتنه وکړه چې باید په هره قبایلي سیمه کې خپل خپل پوهنتون پرانیستل شي.

د پوهنتون رجسټرار انوار خواجه وايي ــ دوی له پوهنتونه ګېرچاپېره امنیتي دیوالونه درولي دي او د پوهنتون د تعمیر جوړولو لپاره يې کنسلټنټ ته وظیفه ورکړې ده. هغه هیله لري چې د پوهنتون د تعمیر کار به راروانو څو کلونو کې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG