د لاسرسي ځای

اسلام اباد ـ پېښور های کورټ د خېبرپښتونخوا ټولو شخصي سکولونو ته امر کړی چې د اوړي په رخصتیو کې به له ماشومانو د ټرانسپورټ فیس نه اخلي او د ټیوشن فیس به هم ۵۰ فیصده اخلي.

عدالت په خپل حکم کې دا هم ویلي چې د نوي سکول د پرانیستلو لپاره به لازمه وي چې دغه شرایط عملي کړي او په معیار برابر وي.

د خالي په ورځ د پېښور های کورټ د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ په یوه اورېدنه کې دغه پرېکړه شوې ده. د وکیلانو یو ټولګي د ځینو کورنیو په استازیتوب په عدالت کې درخواست جمع کړی و چې ځیني سکولونه عین په رخصتیو کې هم د ماشومانو نه فیسونه اخلي.

د نور عالم خان په نوم یو مدافع وکیل مشال راډیو ته وویل چې د شخصي سکولونو چارواکي له ماشومانو ډېر زیات فیسونه اخلي چې دا سلسله په رخصتیو کې هم روانه وي او له کبله یې د ماشومانو مور او پلار سخت اغېزمن کېږي.

خو بل پلو د ټول پاکستان د شخصي سکولونو د ټولنې صوبايي صدر ذاکرشا مشال راډیو ته وویل د عدالت ځینې پرېکړې دوی ته د منلو وړ دي، خو د ټیوشن فیس نیمايي برخه جمع کول به ښايي دوی ونه مني، ځکه چې د ده په وینا دوی په رخصتیو کې هم استاذانو ته تنخاګانې ورکوي او همدا رنګه د سکول د ودانۍ کرایه هم باید ورکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG