د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسيا کرکټ کپ: افغانستان پاکستان ته شکست ورکړ


د افغانستان او پاکستان لوبډلې مشران له سیالۍ مخکې
د افغانستان او پاکستان لوبډلې مشران له سیالۍ مخکې

نن د ملايشيا په کوالالمپور کې له ۱۹ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو په اسيا کپ په پنځوس اووريز کرکټ لوبې پلوبه يا فاينل کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

ټاس پاکستان وګاټه خو لومړی یې بالنګ وکړ. افغان لوبغاړو په ټولو پنځوس اوورونو کي د اوو ويکټو په زيان ۲۴۸ منډې جوړې کړي. د پاکستان له خوا محمد موسی تر ټولو ډېرې درې ويکټې واخيستې. د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې اکرام عليخېل وکړي. هغه په ۱۱۳ بالونو ۱۰۷ منډې جوړې کړي.

د پاکستان لوبغاړو د ۲۴۹ منډو هدف ته د رسېدو لپاره پاڼۍ په ښه توګه پېل نه شوای کړلی. د دوی ټول لوبغاړي په دروېشتم اوور کې په ۶۳ منډو اوټ شول. د افغانستان له خوا مجيب ځدراڼ د دې ټورنمنټ د نورو سياليوو په شان ښه بالينګ وکړ او پنځه لوبغاړي يې اوټ کړل. قېس احمد درې ويکټې واخيستې.

مجيب ځدراڼ
مجيب ځدراڼ

په دې توګه پاکستان دا فاينل لوبه په ۱۸۵ منډو وبايلله او افغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمر لرونکیو لوبغاړو اسيا کپ اتل شو. اکرام عليخېل د دې لوبې او مجيب ځدراڼ د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو.

د افغان لوبډلې مشر، نوېن الحق تر بريا وروسته وويل چې ټولو لوبغاړو سخت محنت وکړ. هغه زياته کړه:

((زموږ روزونکیو او کرکټ بورډ راسره ډېره خواري کړې ده. دا بريا ټول هېواد ته ډالۍ کوم.))

د پاکستان لوبډلې مشر، حسن خان په خپلو خبرو کې افغان لوبډلې ته مبارکي ورکړه او وي ويل:

((موږ به له خپلو غلطيانو زده کړه وکړو.))

پر ټولنيزو مطبوعاتو افغانانو د دې بريا له امله يو بل ته مبارکۍ وويلې او خوښې يې وښودله.

XS
SM
MD
LG