د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو ځوانان د پارلماني استازو مرسته غواړي


د قبایلي سیمو د زده کوونکیو او ځوانانو یو جرګې د فاټا اصلاحاتو په لړ کې د قبايلي سيمو له ځينو پارليماني غړو سره لیده کاته کړي او له هغوی څخه یې غوښتني چې قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې شاملولو لپاره دې دوي هم خپل کردار ولوبوي.

د دې جرګې یو غړي او د ال فاټا سټوډنټس فورم مشر فرهاد علي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د جمعې پر ورځ يې د فاټا پارليماني مشر ناصر خان افريدي، غازي ګلاب جمال، حاجي بسم الله خان، سېنېټر هلال الرحمن او د سېفران وزير مملکت غالب خان وزیر سره ملاقات کړی وو.

نوموړي وویل چې دوی له هغوی څخه غوښتنه کړې چې فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملولو او د ۲۰۱۸م کال په ټول ټاکنو کې ورته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ورکولو لپاره دې نه يوازې خپل کردار ولوبوي بلکې په قامي مالیاتي ایوارډ (اېن اېف سي) کې چې کومې پېسې د قبایلو لپاره ټاکل شوې دي د هغه لپاره دې هم په قامي اسمبلۍ کې اواز پورته کړي.

د نوموړي وينا وه چې د فاټا يادو پارليماني استازو ورته باور ورکړو چې دې لړ کې به دوي د شاه جي ګل اپريدي، ساجد طوري او شهاب الدين سره هم رابطه کوي او فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو لپاره به خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

د فاټا اصلاحاتو په اړه د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه سره وېشل شوي دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علمای اسلام (ف) په کډون د فاټا ځينې منتخب پارليماني استازي قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت کوي او وايي چې تر هر ډول بدلون وړاندې دې د قبایلي سیمو له ولس څخه تپوس وشي.

خو عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي او پاکستان پيپلز ګوند په کډون یو شمير نورو ګوندونه او د فاټا ځینې منتخب پارلماني استازي غوښتنه کوي چې حکومت دې قبايلي سیمه د خېبرپښتونخوا برخه وګرځوي.

د دغې جرګې سره په ملاقات کې موجود د مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی د سينېټ غړی هلال الرحمان وايي ، لا هم د مرکزي حکومت له خوا هغه باور نه دی ورکړل شوی چې قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو نه وړاندې دوي مرکزي حکومت نه غوښتی دی.

هغه وویل ،'موږ له حکومته غواړو چې دوي به د قبايلي په شخصيت ، قوميت ، د هغوي راتلونکی او معاشي پرمختګ پر دې هر څه به موږ له مرکزي حکومت څه راکوي؟

نوموړي زیاته کړه چې تر څو حکومت د دې هر څه ځوابونه نه وي ورکړي د قبايلو د روښانه مستقبل لپاره يې يو پېکج نه وي ورکړی تر هغې به دوی هېڅ يوې خبرې ته تيار نشي.

د قبایلي سیمو د زده کونکیو او ځوانانو دې جرګې د تير زيارت په ورځ د فاټا اصلاحاتو په لړ کې له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره هم لیده کاته کړي وو او وزيراعظم ورته باور ورکړی و چې د کال ۲۰۱۸ د عامو ټولټاکنو وړاندې به فاټا اصلاحات عملي کېدل پیل شي.

XS
SM
MD
LG