د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی انتخاباتي کمېشن د ښځو ووټونه درجوي


پېښور - د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په ټول هېواد کې یو کروړ ۱۷ لاکه ښځې د ووټرانو یا رایې ورکوونکو په لېسټونو کې نشته.

انتخاباتي کمېشن وايي، ژر به د دې ښځو د نوم لیکنې لپاره د شناختي کارډونو له ادارې سره یو ځای کار پیل کړي.

کمېشن همداراز ویلي، د نومبر له پایه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ښځو د ووټونو ثبتولو بهیر پیلوي.

د دې کمېشن یوه مشر نګهت صدیقي ویلي، د پاکستان په راجسټر شویو ووټرانو کې شاوخوا ۵۶ فیصده سړي او ۴۴ ښځې دي. دی وايي، همدا توپیر ښيي چې یو کروړ ۱۷ لاکه داسې ښځه شته چې ووټونه یا رایې یې نه دي ثبت شوې.

صدیقي وايي، ((دا فرق ځکه دی چې دا ښځې شناختي کارډونه نه لري او ښکاره خبره ده چې شناختي کارډ نه وي نو ووټ هم نه رجسټرېږي.))

د انتخاباتي کمېشن دې مشر وویل، ((موږ له نادرا سره شریک کار)) کوو او د شناختي کارډونو ادارې ته ((مو هغه سیمې ښودلي)) چې پکې د ښځو د ووټونو یا شناختي کارډونو د موجودیت تناسب کم دی.

په ۲۰۱۷ز کال کې منظور شوی ترمیمي انتخاباتي قانون وايي، په ټاکنو کې برخه اخیستونکی هر ګوند باید په خپلو نوماندانو کې پينځه فیصده ښځې ولري.

دا قانون دا هم وايي چې د رایې ورکونې په هر مرکز کې چې د ښځو ووټونه له ۱۰ فیصده کم وي نو نتیجه به یې نه منل کېږي او هلته به له سره ټاکنې کېږي.

د انتخاباتي کمېشن ویاند هارون شینواری وايي، په ټولټاکنو کې د ښځو د پوره ونډې لپاره د هغوی نوملیکنه شرط دی.

دی وايي، د نومبر له پایه د پاکستان په ۷۹ ضلعو کې د ښځو د ووټونو ثبت بهیر پیلوي او په دویم پړاو کې به د نورو ضلعو ښځې درجوي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG