د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې د انټرنيټ ازادي او ګواښونه


د امريکا څېړېنيزه اداره فريډم هاوس په خپل کلني راپور کې پاکستان د شپږم کال لپاره هم په هغو هېوادونو کې شامل کړی چې پکې د انټرنيت ازادي نشته.

دا څېړنه ډېجيټل رايټس فاونډېشن او فريډم هاوس په ګډه کړې چې پکې د ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۷ کال په موده کې د انټرنيټ ازادۍ په برخه کې شويو پرمختګونو جاج اخستل شوی دی.

په راپور کې په۶۵ هېوادونو کې د انټرنيټ ازادۍ جاج اخستل شوی دی.

د پاکستان په اړه د راغونډو شويو مالوماتو پر اساس هلته د ریاست په کچه د انټرنيټ استعمالونکو له حقونو سرغړونې، انټرنيټ ازادۍ او د سنسر شپ عملي کېدو جاج اخستل شوی دی.

که څه هم دا راپور د پاکستان په کچه دی خو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قبايلي سيمو کې د انټرنيټ د ازادۍ او هلته استعمالونکيو ته ور وړاندي ګواښونو جاج اخستل شوی دی.

په اسلام اباد کې د انټرنيټ ازادۍ لپاره د غير حکومتي ادارې (( بولو بهی)) مشر اسامه خلجي او د فاټا ځوانانو جرګې مشر نظام الدين خان د بحث مېلمانه دي.

په فاټا کې د انټرنيټ ازادي او ګواښونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:17 0:00

XS
SM
MD
LG