د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجستر افغان کډوال پاکستان کې د هستوګنې موده غځول غواړي


يوه افغانه کډواله له پاکستانه افغانستان ته د تلو انتظار کوي
يوه افغانه کډواله له پاکستانه افغانستان ته د تلو انتظار کوي

په پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوال غوښتنه کوي چې دغلته دې د دوی د اوسېدو موده وغځول شي. دا موده د د سمبر مياشتې په يودېرشمه نېټه پای ته رسيږي.

د پنجاب په ميانوالي کې د افغان کډوالو مشر قدعلي خان ځدران مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت دې د دوی ستونزې په نظر کې وساتي ځکه چې د هغه په وېنا په افغانستان کې امن ښه نه دی او روزګار موقعې هم کمې دي. د هغه په وېنا د دوی د هستوګنې موده دې تر دريوو کلونو پورې وغځول شي.

د ملګري ملتونو د کډوالو ادارې ترمخه د روان کال اپرېل مياشتې څخه تر دې دمه له پنځه پنځوس زرو څخه زيات راجستر کډوال خپل ملک ته ستانه شوي دي خو له دولس لکو څخه ډېر لا هم په پاکستان کې دي. په همدې حال کې اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال د ملګرو ملتونو کډوالو چارو چارواکو سره ملاقات کړی دی.

په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي وايي دا ممکنه نه ده چې دومره ډېر افغانان دې په يوه نيمه مياشت کې افغانستان ته ولېږل شي نو ځکه غواړي چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې او پاکستان سره په دې اړه خبرې وکړي. د هغه په وېنا غواړي دا موده وغځيږي او خلکو ته د ستنېدو تياري لپاره نور وخت ورکړل شي.

د کډوالو لپاره کارکوونکې نړيوالې ادارې (IOM) د نومبر په څوارلسم تاريخ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ۲۰۱۷ کال له پېل څخه تر اوسه پورې له پاکستانه څلور نوي زره غيرراجستر افغان کډوال افغانستان ته تللي دي.

د پاکستان سرحدونو او قومونو چارو وزارت (سيفران) يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د روانې مياشتې په شلمه نېټه به په يوه غونډه کې د راجستر افغان کډوالو د هستوګنې مودې غځولو په اړه پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG