د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا جلا صوبې تحریک پرضد به تحریک وچلوو'


په پارلېمان کې د فاټا ځنې استازي وايي دوی د جلا صوبې غوښتونکیو پرضد په ګډه یوه کړنلاره جوړوي ځکه چې اصلاحات يې لانجمن کړي دي او د دې لپاره به د پاکستان له ټولو سیاسي ګوندونو مرسته ترلاسه کوي خو بل پلو د جلا صوبې غوښتونکیو دریځ دی چې د قبایلو زیاته ګټه په خپله جلا صوبه کې ده نو ځکه يې تحریک پیل کړی دی.

د ګل په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې له کرمې ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي ساجدحسېن توري وویل چې راتلونکې اونۍ مشاورتي غونډې رابولي او تر هغه وروسته به د پاکستان له ټولو سیاسي ګوندونو سره رابطې کوي او د هغوی په مرسته به فاټا اصلاحات عملي کوي.

د نوموړي په خبره چې په فاټا اصلاحاتو رپورټ وړاندې شو، کمېټي جوړه شوه، له کابینې څخه پاس شو، په سېنېټ کې پرې خبرې وشوې نو له دې وروستو له صوبې غوښتنه کول او د دې لپاره تحریک چلولو مانا دا ده چې دوی فاټا اصلاحات نه غواړي. که تاسو وګورئ متحده قامي موومنټ هم جلا صوبه غواړي، جنوبي پنجاب هم جلا صوبه غواړي او هزاره هم تحریک پیل کړی دی نو په دې وخت کې صوبې جوړېدای نه شي نو چې یو وارې قبایلو ته یو حیثیت ترلاسه شو او پېژندګلوي ورته ورکړل شوه نو له دوی سره د کوهاټ خلکو هم خبرې کړي او د مروتو او ډېره اسماعیل خان خلکو هم خبرې کړي نو چې کله ایم کیو ایم او جنوبي پنجاب او هزارې واله صوبه غواړي نو دوی به هم بیا جلا صوبه غواړي چې له کوهاټه ښکته ځانله صوبه جوړه کړل شي خو دا خبرې لا ډېرې لېرې دي.

د دې ترڅنګ د خالي په ورځ په پېښور کې ځېنې قبایلي مشرانو او ځوانانو په یوه جرګه کې د قبایلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې د ورګدېدو مخالفت کړی او وویل چې ځانله صوبه دې ورته ورکړل شي.

دغه غونډه جوړونکیو کې یو قبایلي مشر او پخواني سفارت کار آیاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ضم کېدو پر ځای په ځانله صوبه کې ډېره ګټه ده نو ځکه دوی غواړي چې قبایلو ته دې ځانله صوبه ورکړل شي.

آیاز وزیر وویل شاه جي ګل او دا نور ملګري دې له دوی سره کښېني او دوی ته دې خپل دلیل و وايي او دوی به هغوی ته خپل دلیل و وايي که د هغوی په دلیل کې د قبایلو ډېره ګټه وه نو دوی به يې ورسره ومني او که د دوی په دلیل کې د قبایلو ګټه وه نو هغوی دې ور سره ومني.

ګوره که د پنجاب یا سیند او له خېبرپښتونخوا څخه کومې برخې بېلېږي نو هغه خو د دوی له اوله برخې دي نو فاټا د هېچا برخه نه ده او ازاد حیثیت يې دی او اوس د دغه حیثیت فیصله کېږي چې څه پرې وکړي نو که په دې موقعه دوی صوبه و نه غواړي نو بیا خو به ورته حکومت وایي چې صوبه نه غواړئ شل واره خو يې مه غواړئ نو دا رنګ به دوی په صوبه ورګډ کړي.

بل پلو د پاکستان تحریک انصاف لخوا جاري شوي یو بیان کې بیا ویل شوي چې دوی حکومت له وخت ورکړې چې د فاټا اصلاحاتو په اړه خپل دریځ ښکاره کړي ګنې دوی به يې پرضد تحریک پیل کړي.

XS
SM
MD
LG