د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې وزیرستانیو کورنیو ته بزې او چرګان ورکول کېږي


په خوست کې د دولس سوهمیشتو وزیرستانیو کډوالو له غریبو او بې وزله کورنیو سره د بزو، چرګانو او د هغې لپاره د خوراکي د ورکولو پروګرام پیل شو.

د یاد پروګراممالي لګښت چې ۴۳ میلیونه افغانۍ کیږي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کمشنری یا UNHCR پر غاړه اخیستی دی.

د یادې ادارې استازي وايي چې لدې پروګرام څخه يې موخه داده چې د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.

نن د چارشنبې په ورځ ۱۰۲۰ بې وزله وزیرستانیو کورنیو او ۱۸۰ د داخلي بې ځایه شویوکورنیو سره د بزو او چرګانو د مرستې د بهیر د پیل په ځای کې چې د ډاکار موسسې په انګړ کې جوړ شوي ول، د خوست د کرنې او مالداری رييس سمیع الله نصرت مشال راډیو ته وویل، چې یاده پروژه د دوی ادارې یونسیار ته پیشنهاد کړې ده.

ښاغلي نصرت زیاته کړه، په دې برنامه کې چې شپږ میاشتې دوام پیدا کوي هرې کورنۍ سره د دوه بزو، ۱۲ چرګانوهمدارنګه د چرګانو د جالۍ او د هغې د خوراکې مرستې کيږي.

د خوست د کرنې رييس زیاتوي:

((دا پروژه زموږ د هغو وزیرستانیانو وروڼو لپاره دي، همدارنګه څو فیصده هغو خلکو لپاره چې داخلي بې ځایه شوي دي، دغه توزیع تقریباً د ۱۲۰۰ فامیلونو لپاره ده، هر فامیل ته دوه رسه وزې ورکول کیږي، خوراکه ورکول کیږي تقریباً موږ هر فامیل ته د شل زره افغانیو معادل کمک رسوو، همدارنګه ټوله پروژه زموږ د شپږو میاشتو لپاره ده، د دې پروژې تقریباً ۴۳ میلیونه افغانۍ د دې فنډ دی.))

​بلخوا هغه شمېر وزیرستاني کډوال چې هغوی له دې مرستې برخمن شوي خوښي څرګندوي او وايي:

((زما نوم میرکلام خان دی موږ ته وزې او چرګان راکول کیږي، نوره خوراکي موادو راکول کیږي، موږ سره ډېره همکاري کوي، نن هم پدې خوشاله یو چې اړتیاوې مو څه نا څه حل شوې.))

په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو یو مشر هیله څرګندوي، دا ډول مرستې چې د بې وزله کورنیو د ځان بسیاینې لامل کیږي دوام پیدا کړي.

نوموړي وویل:

((شیرعزیز داوړ نومیږم موږ خو د وطن څخه تش لاس راوتلي وو، نه غواوې راسره وې، نه مو برې راوستې وي او نه مو چرګان راوړي وو، دلته دوی موږ ته پوره د کور بندوبست وکړ، د شلو زرو مرسته به وي چې هر فامیل سره کیږي، خدای دې وکړي چې دا مرستې نورې هم پسې ډېرې شي.))

​په خوست کې د UNHCR د ادارې استازی جنت ګل توتاخېل وايي، چې یاده اداره د بزو او چرګانو د مرستې لدې برنامې سربیره له وزیرستاینو کډوالو سره په یو شمېر نورو برخو کې هم په دوامداره توګه مرستې کوي او اوس هم کولای شي، دوی ته مراجعه وکړي.

نوموړی زیاتوي:

((هغه خویندې او وروڼه چې په مختلفو حرفو کې مهارتونه ولري، هغوی ته د کار وسایل ورکوو، لکه ماشین او نور همدرانګه د وړو کاروبارونو لپاره ورسره نقدې مرستې هم کوو، چې دوی پرې ځانته یو کار وبار چالان کړي، هغه وروڼه چې ناروغي ولري او د ناروغی د درملنې لپاره پیسې ونلري د نقدو پیسو مرسته هم ورسره کوو.))

جنت ګل توتاخېل وايي، چې د روان ۲۰۱۷ زیږدیز کال په اوږدو کې پنځوس زره وزیرستانیو کډوالو سره یونسیارپه یو او بل ډول مرستې کړي او هغوی سره د مرستودوام ته ژمنتیا لري.

نوموړی زیاتوي یادې ادارې تېر کال هم ۱۵۰۰ وزیرستانیو کډوالو سره د هغوی د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره دا ډول مرستې کړې وې.

XS
SM
MD
LG