د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د حلقه بندیو لپاره پارلېماني غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده


په پاکستان کې د نویو انتخاباتي حلقو د جوړولو په اړه د پارلېماني مشرانو غونډه بې نتېجې ختمه شوه.

په نهې/سېشنبه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق په مشرۍ کې د حلقه بنديانو په اړه د اپوزيشن ګوندونو لخوا پهرامخ ته شوې اندېښنوغونډه وشوه،او په دې کې کوشش وکړل شوچې د حلقه بنديانو لپاره ټول ګوندونه پر يوه فيصله رضا کړي خو د حکومتي غړیو په لږ شمېر کې حاضري او د اپوزيشن ګوندونو د اعتراضاتو له وجې د حلقه بنديو لپاره اییني ترميمي بل منظور نه کړل شو.

پر دې مهال په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر خورشيد شاه وویل چې ايیني ترميمي بل دې لومړی د مشترکه مفاداتو کونسل څخه منظور کړل شي ځکه چې دا يوه قانوني تقاضا ده.

د متحده قامي مومنټ غړي ډاکټر فارق ستار وویل چې د سیند ولس ته په سرشمېرنه اندېښنې دي، حلقه بندۍ د انتخاباتي لسټونو ترمخه کول پکار دي.

هغه زياته کړه چې په انتخاباتو کې د ځنډ ذمه واري په پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند راځي چې دوی ولې په دومره کلونو کې سرشمېرنه و نه کړه.

په دې موقع سپيکر اياز صادق وویل چې ټول پارلېمانې مشران او ګوندونه په دې متفق دي چې انتخابات دې په وخت وکړل شي او له اپوزيشن سره به د چارشنبې په ورځ يو ځل بيا کېني او خبرې اترې به کوي.

د اییني ترمیم د منظورۍ لپاره د ۶۶ فیصده غړیو مثبتې رایې په کار وي.

د نومبر په لومړۍ نېټه د پارلېمانې مشرانو غونډه په اسلام اباد کې شوې وه او په دې خبره اتفاق شوی وو چې حلقه بنديو لپاره به په ایيني بل کې ترميم کوي او له هغې پس به د سرشمېرنې په رپورټ حلقه بنديانې کېږي. خو له دې وروستو د نومبر په درېمه نېټه داسمبلۍ په غونډه کې اپوزيشن ګوندونه له خپلې فيصلې پرشا شو.

بل خوا د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې ۲۰۱۸ انتخابات به د راتلونکې اګست مياشت کې کوي او د هغې لپاره شپږ مياشتې وړاندې حلقه بندۍ کول ضروري دي.

XS
SM
MD
LG