د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قیایلي ځوانانو لپاره د هنري زده کړو پروګرام


د پاکستان وفاقي حکومت د قبایلي سیمو ځوانانو لپاره د شپږو میاشتو د هنري زده کړو یو پروګرام پیلولو اعلان کړی چې د درخواست ورکولو لپاره اخرنۍ نېټه د روانې میاشتې دیارلسمه ده.

د فاټا پرمختیا ادارې اېف ډي اې په وینا چې د دې پروګرام لپاره به یونیم سل ځوانان اخیستل کېږي او هم د دې غوندې یو بل پروګرام به په ډېر زر په اسلام اباد کې هم پیلېږي.

په دې پروګرام کې به لسم پاس او یا د لسم نه کم تعلیم لرونکې به هم برخه اخیستلی شي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د فاټا پرمختیا ادارې اېف ډي اې د ځوانانو د هنري زده کړو د څانګې مشر طفېل خان خلیل وویل چې دې شپږو میاشتو پروګرام کې به نه یواځې ځوانانو ته په پېښور کې استوګنځي ورکول کېږي بلکې هره میاشت به دوه نیم زره روپۍ ورکول کېږي.

،،په دې کې د الېکټریشن، د انفارمېشن ټېکنالوجي، د غټو مشینونو د استعمال زده کړې، کمپیوټر او د سوفټ ویر زده کړې به هم ورکول کیږي.،،

طفېل خان خلیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا هنري زده کړې به د دې ځوانانو لپاره د کار روزګار په ترلاسه کولو کې کمک ورکوي.

،،د مشینونو چلولو، د کرېن او بلډوزر چلولو لپاره پیسې د ګنټې په حساب ترلاسه کېږي او بل دا چې د سيپېک غوندې پروجې د دې ځوانانو لپاره ښه مواقعې دي.،،

د نوموړي په وینا چې وفاقي حکومت د قبایلي سیمو ځوانانو او نور ولس لپاره د د یو غېر سرکاري ادارې اخوت په مرسته د کاروبار لپاره د قرضې ورکولو لړې هم پیل کړې ده.

،،تراوسه پورې شپږویشت زره کسانو ته دا قرضې ورکول شوې دي. دا له دېرش زرو واخلې تر یو لاک پورې وړې قرضې دي چې ځوانان پرې کار روزګار کولی شي او دا قرضې ترلاسه کولو لپاره په هره قبایلي سیمه کې دفترې موجودې دي.،،

د یادې ادارې په وینا چې د قبایلي سیمو ښځو او جینکو لپاره د هنري زده کړو یو سل او شپږ څلویښت سېنټرې هم کار کوي.

اېف ډي اې وایي چې په دې سېنټرو کې تر دې دمه پورې شل زره جینکو هنري زده کړې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG