د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف نن په څلورم ځل احتساب عدالت ته وړاندې شو


د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف د نهې په ورځ يو-وارې بيا احتساب عدالت ته وړاندې شو او عدالت يې پرضد داير کړل شوي درې واړه درخواستونو د یو کولو په اړه خپله فېصله محفوظه کړې کومه چې به صبا د شورو پرورځ اوروي،

نن د نهې پرورځ نوازشريف له خپلې لور مريم نواز او زوم کېپټن ريټايرډ صفدر سره د اسلام اباد احتساب عدالت ته وړاندې شول،

د اورېدنې پرمهال د نواز شريف وکيل خواجه حارث عدالت ته وويل چې د موکل پرضد يې داير کړې شوي درې واړه درخواستونه له ېو بل سره تړلې شوي نو دا دې ېو کړې شي،

عدالت د دلايل اوريدلو ورستو د کېس اوريدنه د لږ وخت لپاره وځنډوله او نوازشريف د هغې لور او زوم ته يې د تللو اجازه ورکړه پدغې موقعه د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک او زنانه پوليس اهلکار هم موجود وو.

د دمې ورستو عدالت د نوازشريف او د احتساب قامي ادارې (نېب) د وکيلانو دلايل اوريدلو ورستو د درې واړه درخواستونو په اړا فېصله محفوظه کړه کومه چې به صبا د شورو پرورځ اوري،

له دې وړاندې د احتساب عدالت جج د اکتوبر په نلسمه (۱۹) نيټه د نوازشريف لخوا د درې واړه مقدمو د يو کولو درخواست رد کړی وو د کوم پرضد چې نوازشريف په اسلام اباد هائيکورټ کې درخواست جمع کړو،

د ياد هائيکورټ لخوا احتساب عدالت ته امر کړې شوې وو چې د درې واړه مقدمو د يو کولو درخواست په ردولو فېصله دې نظرثاني وکړي.

نوازشريف تر دې دمه څلور وارې، مريم نواز او د هغې خاوند کېپټن ريټايرډ صفدر پينځه پنځه وارې احتساب عدالت ته وړاندې شوي دي.

احتساب عدالت له هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پېل کړي چې روان کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوي پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

دا وخت شريف کورنۍ پرضد درې مقدمې روانې دي چې پکې د لندن ايون فيلډ جائيداد، د سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او فلېګ شپ انوېسمنټ کې ۱۵ افشور کمپنيو په اړه مقدمې شاملې دي.

په دې مقدمو کې د نوازشريف دواړه زامن حسن او حسېن هم نومول شوي دي او عدالت هغوي د نه حاضرېدو له کبله اشتهاريان ګرځولي دي.

احمد الله- مشال راډيو اسلام اباد.

XS
SM
MD
LG