د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: شمشاد ټي وي خپرونې بیا پیل کړې


په کابل کې پر شمشاد ټلوېزیون تر بريد وروسته نوموړې رسنۍ خپلې خپرونې بیا پیل کړې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس د سېشنبې ماسپښين مشال راډیو ته وویل چې د شمشاد په ودانۍ کې د دوی تصفيوي عملیات لا هم روان دي.

د ده په خبره په دې پېښه کې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ۲۳ ماشومان د دې ټېليويژن له وړکتونه وژغوري. د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونو د شمشاد ټېليوژن ۱۲نارینه او ۶ ښځينه کارکوونکي، چې په ودانۍ کې ایسار وو، ژغورلي دي.

د دې پېښې مسولیت داعش وسله‌ والې ډلې منلی دی.

تر دې وړاندې عیني شاهدانو ويلي وو چې ودانۍ ته له یوې چاودنې وروسته لږ تر لږه درې بریدګر ننوتل.

د شمشاد ټي وي يو خبریال فېصل ځلاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې په حفاظتي کېمرو کې یې ولیده چې وسله والو د دې ودانۍ یو ساتونکی وویشت او ودانۍ ته ننوتل. د نوموړي په وینا وسله والو د لاسي بمونو او ټوپکو ډزې کولې.

مخکینی ګزارش

د امنیتي چارواکو په وینا په دغه ودانۍ کې د ټي وي یو شمېر کارکوونکي موجود دي او دغلته ډزې لا هم روانې دي.

بلخوا عیني شاهدان وايي د پښتو ژبې دې ټي وي سټېشن ته له یوې چاودنې وروسته لږ تر لږه درې برید کوونکي ننوتل.

د شمشاد ټي وي خبریال فېصل ځلاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي په حفاظتي کیمرو کې یې ولیده چې وسله والو د دې ودانۍ یو ساتونکی وویشت او ودانۍ ته ننوتل، د ځلاند په وینا وسله والو د لاسي بمونو او ټوپکو ډزې پېل کړي دي.

په دې اړه نور معلومات لاهم را روان دي چې وخت په وخت به یې تاسو ته وړاندې کوو.

XS
SM
MD
LG