د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځو غږ نه اوريدل کېږي'


په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند صوبایي اسمبلۍ ځېنې غړې وایي دوی ته په سرکاري فنډونو، مهمو فیصلو او قانون سازۍ کې پوره رول او برخه نه ورکول کیږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې د واک تر لاسه کولو څه نا څه څلورنیم کاله پوره کیږي، خو د دغه ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې وایي د دوی ګوند ښځو ته ځای ورکړی خو د فنډ په لګولو او پالیسیو جوړولو کې یي زیاتره شاته پاتې کړي دي.

د تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړې نسیم حیات وایي ښځې په زیاترو پالیسیو جوړولو کې نه شاملیږي، او نه هم په خپلو حلقو کې هغسې کار کولی شي څنګه چېیې سړي کوي.

د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې ۱۱ ښځې د تحریک انصاف دي،په دوی کې یوه نرګس بي بي وایي، په مخصوصو څوکیو راتلل د دوی لپاره اوسیو پېغور دی، ځکه چې خلک ترې د کارونو پوښتنې کوي او دوی یې نه شي کولی.

د دغه ګوند یوه بله د اسمبلۍ غړې عایشه نعیم وایي ښځې هم کولی شي چې پر دغه معامله خبرې وکړي، او زیاتوی،باید ښځې خپله په دې اړه فعاله رول ولوبوي.

د دغه ګوند یوه بله غړې خاتون بي بي وایي، ښځو په هر فورم غږ هم پورته کړی دې او د دا شان د ټولو مسلو د حل لپاره یې د اسمبلۍ د ښځو غړو یو کاکس یا ډله هم جوړ کړې ده.

د دغه ګوند د صوبایی اسمبلۍ غړی یاسین خان خلیل وایي، دا خبره تر یو حده سمه ده چې ښځې په فنډ تر لاسه کولو او یا نورو سیاسي هلو ځلو کې وروسته پاتې شوې دي.

​یاسن خلیل وایي،په پښتنه ټولنه کې د ځینو مسلو له وجې هم ښځې په سیاسي عمل کې وروسته پاتې دي.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG