د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه غېر سرکاري پاکستانۍ اداره افغان زده کونکيو ته وظیفې ورکوي


د انسپاير پاکستان نومې ېوه غير سرکاري اداره په پاکستان کې ميشت هغه افغان زده کونکي چې پي او ار کارت لري او د پاکستان په يونيورسټيو کې سبق وايي لپاره سکالرشپې اعلان کړي دي.

د یادې ادارې ېو مشر ميا اصف شاه مشال راډيو ته وويل چې د راجستر افغان طالبعلمانو لپاره يې دوه نيم سوه (۲۵۰) نورې سکالرشپې اعلان کړي نو هر هغه افغان زده کونکي چې عمر يې د اولسو (۱۷) نه تر ديرش (۳۰) کلو په مينځ کې وې، پي او ار کارت لري، خپل تير شوي امتحان کې يې شپيته (۶۰) فيصده نمبرې اخستې وي او په پاکستان کې د بل کومې ادارې نه سکالرشپ نه اخلي کولې شي چې د نومبر تر اوولسمې (۱۷) نېټې پورې خپل اسناد له دوی سره جمع کړي.

د نوموړي وينا وه چې د جرمني حکومت او يو اېن اېچ سي ار پر مرسته يې ۲۰۱۴ کال راهسې دا پروګرام شورو کړې او تر دې دمه په ټول ملک کې ېو سل پنځه نوي (۱۹۵) افغان زده کونکیو ته دې پروژې ترلاندې هر درې مياشتې ورستو د ديرشو (۳۰) زرو پورې روپۍ ورکوي.

د ميا اصف شاه په وينا چې افغان زده کونکي دې د نورو معلوماتو لپاره د دوي ادارې سره په دې ټېلي فون شمېرې ۰۵۱-۲۳۶۲۵۸۳ باندې رابطه وکړي.

د انسپاير پاکستان دې پروژې پحقله د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون ېو طالبعلم واحد الله وايي چې د يادې ادارې دا ېو ښه ګام دې او که سکالرشپ يې ترلاسه کړو نو په اسانۍ سره به خپلې زدکړې سر ته ورسوي.

د دې پروګرام نه ګټه ترلاسه کونکې د نړيوال اسلامي پوهنتون د کمپيوټر ساېنس څانګې د اووم سمسټر ېو طالبعلم روح الله وايي چې د تير ېو کال راهسې ورته انسپاير پاکستان سکالرشپ ورکوي د کوم لوجې چې يې خپل تعليم مخ پروړاندې روان کړې نو پکار ده چې دا کمک ورسره هم دا شان دوامداره وساتلې شي.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه چې دا مهال په پاکستان کې ديارلس (۱۳) لکو پورې راجستر کډوال ژوند کوي.

بلخوا د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په ياد ملک کې د پاتې کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG