د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نویو حلقه بل راتلونکې اوونۍ منظورېږي: مسلم لیګ


اسلام اباد ـ د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند وايي، د راتلونکې سه شنبې یا چارشنبې په ورځ به له قامي اسمبلۍ د نویو انتخاباتي حلقوبل منظور کړي. بلخوا د دې هېواد الیکشن کمېشن وايي که حکومت د نویو حلقه بندیو په اړه بل ژر تر ژره منظور نه کړ نو راتلونکې عام انتخابات د ځنډ ښکار کېدای شي ځکه چې د انتخاباتو تیاري په کم وخت کې امکان نه لري.

د نوموړي ګوند دقامي اسمبلۍ غړی ډاکټر عبادالله خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

((دا بل به د سه شنبې یا چارشنبې په ورځ منظور شي. په دې بیل چې څومره نیوکې دي، موږ یې په پام کې نیسو، انشااالله چې د ټولو اندېښنې به لرې شي.))

خو په روان کال کې ترسره شوې سرشمېرنه باندې د قبایلي سیمو مشران او د یوشمېر ګوندونه نیوکې لري او وايي چې دغه سرشمېرنه ناسمه ترسره شوې ده. قبایلي مشران وايي په داسې حال کې چې د قبایلو شمېره له یوکروړ څخه اوړېدلې، په تازه سرشمېرنه کې دوی څه د پاسه پنځوس لکه حساب کړي دي.

د متحده قامي مومنټ ګوند یو غړی شیخ صلاح الدین وايي دوی په تازه سزشمېرنه او نویو حلقه بندیو اعتراض لري ځکه چې د دوی په وینا د سند ابادي کمه ښودل شوې ده. دی وايي د اوسنۍ سرشمېرنې خلاف یې په عدالت کې درخواست هم جمع کړی دی. دی وايي د سرشمېرنې پایلې ورته قبولې نه دی.

همدا شان د پاکستان پیپلز پارټۍ د سناتور محمدیوسف بادیني وینا وه چې دوی پر یاد بیل ځکه اعتراض لري چې حکومت د سرشمېرنې پر مهال ټګي برګي کړې ده.

(( پنجاب تل له نورو صوبو سره زیاتی کوي، اوس هم داسې شوي. په سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ابادۍ کې زیات فرق راغلی دی. پنجاب بیا هم له ټګۍ لاس نه اخلي.))

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون یو چارواکي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې حکومت تر دې دمه د نویو حلقه بندیو په حواله بیل له اسمبلۍ نه دی منظور کړی. دوی وايي که د روانې میاشتې تر لسمې نېټې دا کار ونه شو نو وېره ده چې راتلونکي انتخابات به د ځنډ ښکار شي.

XS
SM
MD
LG