د لاسرسي ځای

د عالمګیریت په رڼا کې به له اسلامي فکره ګټه اخلم: ډاکټر اياز


ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل نوی مشر ټاکل شوی

پراګ - د اسلامي نظرياتي کونسل نوي ټاکل شوي مشر ډاکټر قبله اياز ويلي چې په خپله کاري دوره کې به عالمګیریت (ګلوبلایزېشن) ته په کتو سره د اسلام له فکري پانګې ګټه پورته کوي.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ نوموړی د راتلونکو درې کلونو لپاره د اسلامي نظرياتي کونسل مشر وټاکه.

دا شورا د قران او سنت په رڼا کې پارلېمان ته په قانون سازۍ کې مشورې ورکوي. البته د قانون له مخې لازمي نه ده چې د دې شورا سپارښتنې ومنل شي.

ډاکټر قبله اياز د مولانا محمد خان شېراني پر ځای د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ټاکل شوی.

تر ټاکنې وروسته نوموړي مشال راډیو ته وويل چې دی به له ځېنو هغو عالمانو سره ويني چې په ديني او عصري علومو ژور نظر ساتي.

۶۲ وه شپېته کلن ډاکټر قبله اياز په ۱۹۸۵م کالکې د برتانيې له اېډنبرا پوهتنونه په مېنځنۍ پېړه يا قرون وسطه کې د اسلامي ثقافت تاريخپر موضوع ډاکټري کړې وه.

د ده په وينا، يو خو وار له مخه په شریعت او فقې کې د ژوندانه چاري تشريح شوې دي خو له دې سره به هڅه کوي چې عالمګیریت یا ګلوبلایزېشن ته په کتو سره له اسلامي فکر ګټه پورته کړي.

ډاکټر ایاز وايي، ځېنې داسې عالمان يې په ذهن کې دي چې هغه په عصري او ديني چارو ښه پوهېږي.

د اسلامي نظرياتي کونسل پخوانی مشر مولانا محمد خان شېراني تړاو له جمېعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې سره دی او نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۱۰ز کال کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر و ټاکل شو.

د ده په کاري دوره کې د اسلامي نظرياتي کونسل له لورې په ځېنو داسې چارو وړاندېزونه ورکړل شول چې هغه وروسته متنازع یا لانجمن شول.

په دې کې يو دا وو چې که يوه ښځه حکم نه ومني نو د هغې خاوند ورته نرمه سزا ورکولای شي.

ډاکټر قبله اياز د مذهبونو ترمنځ په بحث مباحثه اوهم اهنګۍ یقين لري. فرنود عالم

دویمه لانجمنه خبره دا وه چې کله اسلامي نظرياتي کونسل وويل چې عدالت بايد د جنسي تېري په مقدمه کې د ډي اېن اې معاينه د يو اساسي شهادت په توګه و نه مني.

پر دې په پاکستان کې تود بحث وپارېد چې پکې يوه نکته دا پورته کړل شوه چې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر او ځېنې نور غړي یې د نننۍ نړۍ له ساينسي غوښتنو زيات خبر نه دي.

هم دې ته په پام سره د اسلامي نظرياتي کونسل پخواني غړي حافظ طاهر محمود اشرفي مشال راډیو ته وويل چې ډاکټر قبله اياز او نوي ټاکل شوي غړي به ښايي د عصري او ديني علومو په رڼا کې وړانديزونه مخې ته راوړي:

د اسلامي نظرياتي کونسل پخوانی مشر مولانا محمد خان شيراني
د اسلامي نظرياتي کونسل پخوانی مشر مولانا محمد خان شيراني

((دا ځکه ښه قدم دی چې ډاکټر قبله اياز په عصري او دنيايي علم دواړو پوهېږي. زه طمع لرم چې ډاکټر صيب او ور سره ټاکل شوي نور کسان لکه مولانا فضل الرحيم صيب، خورشيد نديم صيب او عارف واحدي صیب، داسې شخصيتونو دي چې توانايي هم لري، په عصري او ديني علومو هم پوهېږي نو که د کار کولو موقع ورکړل شي نو غوره کار کولی شي.))

۶۲ کلن ډاکټر قبله اياز په ۱۹۸۵ز کې د برتانيې له اېډنبرا پوهتنونه په منځنۍ پېړیو يا قرون وسطا کې د اسلامي ثقافت تاريخ پر موضوع ډاکټري کړې ده او په ۲۰۱۲ز کال کې د پېښور پوهنتون مشر وټاکل شو.

مختلفه سياسي ګوندونو، تنظيمونو او ديني عالمانو د ډاکټر اياز د ټاکنې هرکلی کړی دی. د مذهبي چارو پوه فرنود عالم وايي، ډاکټر قبله اياز د مذهبونو ترمنځ په بحث مباحثه او هم اهنګۍ یقين لري.

لکه څنګه چې په غرب کې د شرق شناسۍ په اړه علم ترلاسه کېږی همدغسې بايد د اسلامي ديني مدرسو په نصاب کې غرب شناسي هم شامله کړل شي. ډاکټر قبله اياز

((کله چې مولانا محمد خان شېراني و ټاکل شو نو هغه وخت له مختلف مکاتب فکر سره تړاو لرونکو تنقيد وکړ خو هم دغو د ډاکټر قبله اياز ټاکنه ښه بللې ده دا ځکه چې نوموړي په مذهبي مکالمه او هم اهنګۍ باور لري.))

ډاکټر قبله اياز په مختلفو اسلامي موضوعاتو تر ۲۵ زياتې مقالې ليکلې او د (تحقيقات علوم اسلامي) په نوم يې کتاب چاپ کړی چې پکې داسې ۴۰۰ موضوعات په ګوته شوي چې بايد ورباندې څېړنې وشي.

د دې ترڅنګ نوموړي د امريکا او برتانيې په مشهورو پوهنوتونو کې پر بېلا بېلو اسلامي موضوعاتو ويناوې کړې دي او درسونه یې ورکړي.

ډاکټر اياز وړاندیز کوي چې لکه څنګه چې په غرب کې د شرق شناسۍ په اړه علم تر لاسه کېږی نو همداسې بايد د اسلامي ديني مدرسو په نصاب کې غرب شناسي هم شامله شي چې دا رنګه مسلمانان په علمي او ساينسې اساس خپل غبرګون او نظر جوت کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG