د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د امریکا قونصل جنرل سره د مشال مرکه


په پېښور کې د امریکا قونصل جنرا رېمنډ میکګرا د مشال راډیو د بیوروچیف عالم زېب خان سره د مرکې پر مهال
په پېښور کې د امریکا قونصل جنرا رېمنډ میکګرا د مشال راډیو د بیوروچیف عالم زېب خان سره د مرکې پر مهال

پېښورـ په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګراله مشال راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال ویلي چې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره دواړه لوري هڅې کوي او د جنوبي اسیا لپاره د امریکايي ولسمشر نوې کړنلارې افغانستان، پاکستان او امریکې ته د ترهګرۍ خلاف په شریکه د کار کولو یوه تګلاره برابره کړې ده.

په پېښور کې د امریکا قونصل جنرل رېمنډ میکګرا چې په مشال مرکه کې یې خبرې کولې زیاته یې کړه چې امریکا او پاکستانله تېرو ۷۰ و کلونو راهېسې د یوبل سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دواړه هیوادونه د ترهګرۍ پرضد جنګ، انرژۍ، اقتصادي پرمختګ،کرکيلې، قانوني کومک، تعليم او د صحت په مېدان کې يو بل سره کومک کوي.

په پېښور کې د امریکا قونصل یوې غونډې ته د وینا پرمهال
په پېښور کې د امریکا قونصل یوې غونډې ته د وینا پرمهال

نوموړی وايي،دوی په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ولس د ژوند د ښه کولو او دوی ته اسانتياوو ورکولو لپاره به نور کار وکړي. ده دا هم وویل چې د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمې امن او ټولنيز ښه والی نه يواځې د پاکستان بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی. ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پښتنې سیمې د امریکا لپاره خورا مهمې دي:

(( زما په دې خبره پورزه باور دی چې امریکا غواړي چې د سیمې د پښتنو سره ټینګ تماس وساتي. زه ستاسو ( مشال راډیو ) اورېدونکیو ته باور ورکوم چې موږ به له دوی سره، د دوی د مشرانو سره، د سرکاري او غیر سرکاري تعلیمي ادارو د مشرانو سره په تماس کې یو او د دوی د دریځ تر واشنګټنه په رسولو کې به ورسره مرسته کوو.)) نوموړي په دې لړ کې د مشال راډیو د هڅو هم ستاینه وکړه.

د امریکا قونصل د ځايي زده کونکیو سره یو انځور
د امریکا قونصل د ځايي زده کونکیو سره یو انځور

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کی رېمنډ مېکګرا وویل چې امريکا د پاکستاني ولس سره د ازمون په هره ګړۍ کې ودرېدلې ده، هغه که زلزله وي او که سېلاب، امريکا هر وخت د دوی ملاتړه پاتې شوې ده. ده په قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې د خلکو سره د خوراکي موادو، بیا بحالۍ، سرپنا برابرولو او د وژونکیو بیماریو څخه د ژغورنې یادونه هم وکړه چې په وینا یې امریکا وخت په وخت د ځايي خلکو سره دغه مرستې کړې دي. دا خلکو ته دا ډاډګېرنه هم ورکړه چې د ځايي اولس سره به د دوی مرستې بیا هم جاري وي.

رېمنډ مېکګرا زیاتوي دوی دا هم ګوري چې د فاټا اصلاحاتو څه پایلې مخې ته راځي.د نوموړي په وینا دا ضروري ده چې اول وکتل شي چې د پاکستان ولس د قبايلي سيمې اصلاحات څنګه مخ پر وړاندې بوځي؟ ولې بيا هم د دوی د پروګرامونو همکاران دې ته تيار دي چې که د پاکستان حکومت که ترې مرسته وغوښتنه نو دوی به خپلې مرستې ونه سپموي.

له نوموړي سره د مشال د همکار عالم زېب خان بشپړه مرکه دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG