د لاسرسي ځای

د اهل سنت عالمان: اسلام د ترهګرۍ اجازه نه ورکوي


پېښور کې د ترهګرۍ پېښو وخت په وخت خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

پېښور ـ د اهل سنت عالمانو د خالي په ماښام یوه غونډه کې وویل چې اسلام چاته د ترهګرۍ او مذهبي توپیر پالنې اجازه نه ورکوي. دوی له خلکو غوښتنه وکړه چې د مسلمانانو ترمنځ د کرکې خورونکیو څخه دې ځانونه لرې وساتي.

د غونډې یو ویناوال مولانا سید افضل سعیدي وویل، که څوک د اسلام په صحیح اصولو او لارښونو عمل وکړي نو هېڅکله به ترهګرۍ او یا مذهبي توپير پالنې ته زړه ښه نه کړي. نوموړي زیاته کړه:

((موږ اصلا د اسلام صحیح مطالعه نه ده کړې. د اسلام احکام مو پر ځان عملي کړي نه دي. د خپل فکر مطابق مو لارې جوړې کړې دي. چې دا کار ناسم دی.))

نوموړي همدا رنګه وویل چې د ترهګرۍ په پېښو کې د انسانانو بې درېغه وژل او د هغوی د بدن د غړو غوڅول د اسلام له احکامو سره په ټکر کې وبلل. د نوموړي په وینا اسلام د حیواناتو د بدن د غړو د خرابولو اجازه هم نه ورکوي.

په پېښور کې دغوثیه ـ معینیه مدرسې مشر سید علي چشتي بیا وايي د مسلمانانو ترمنځ فرقه وارۍ اسلام ته سخته ضربه رسولې ده.

((د اسلام په تېر ۱۴۰۰ کلن تاریخ چې نظر واچوو، په هر دور کې همدې فرقه وارۍ او بې اتفاقۍ اسلام ته لوی زیان رسولی دی.))

د غونډې ګډونوالو پر ځوانانو غږ وکړ چې د اسلام د صحیح تعلیماتو څخه دې ځانونه خبر ساتي او همدا رنګه د جدیدو علومو زدکړې دې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG