د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په کرنيزه برخه کې ګڼې پروژې پیل کېږي


د افغانستان د زراعت وزارت د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې ګروندګرو ته د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمولو په موخه د دوه سوه څلوېښت ميليونو افغانيو په ارزښت پروژې پيلوي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به کروندګر له ډېرو موسمي افتونو څخه وژغورل شي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصیر احمد درانی د شنبې په ورځ ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې وویل چې په کرنيزه برخه کې د موسمي بدلونونو پر مهال د خطرونو د کمولو او مخنيوي په موخه به د ننګرهار په درېیو ولسواليو د د ۲۴۰ ميلونو افغانیو په ارزښت پروژې پيلوي. نوموړي وويل:

(( په ټول افغانستان کې د اول ځل لپاره په ننګرهار کې د تحولاتو يانې د اقلیم د تغیر په رابطه د پروژو چې دوه سوه څلوېښت ميليونه افغانۍ ارزښت لري په درېيو ولسواليو، خېوه، کامه او بهسودو کې پلي کوو. په دې کې به استنادي دېوالونه وي، په دې کې به د اوبو ذخيرې وې، په دې کې به ویالې وي. که څه هم دا پروژې به په پينځو کلونو کې بشپړېږي، خو زما هوډ دا دی چې په دوو کلونو کې يې سر ته ورسوم.))

​د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د یادو ولسواليو د کروند ګرو د زیانونو مخه به ونيول شي:

((د وچکالۍ یا د اوبو د کموالي په صورت کې او یا کله د بارانونو او ورښتونو په زیاتېدو سره د سېلابونو له وجې هر کال زموږ زیات شمېر دهقانان زیانمن کېږي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به هغه زیانونه چې کروندګرو ته د اقلیم له وجې رامنځته کېږي، د هغو په رفع کولو کې به دغه پروژې ډېرې موثرې او اغېزمې وي..))


د ننګرهار والي وايي چې د دغه پروژو په پيل کېدو سره به په سلګونو ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او زیاتوي چې سږکال د کوکنارو د کښت د مخنيوي په موخه د بدیل معشیت په نوم پنځوس ميليونه امریکايي ډالر مرسته ننګرهار ته ځانګړې شوې چې د سپین په لمنو او ليرو پرتو ولسواليو کې به ترېنه کروندګر مستفید شي.

XS
SM
MD
LG