د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل مشر وټاکل شو


ډاکټر قبله ایاز
ډاکټر قبله ایاز

د پاکستان وفاقي حکومت نومیالی دیني عالم پروفیسر ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل نوی مشر ټاکلی دی.

ولسمشر ممنون حسین د ډاکټر قبله ایاز او له هغه سره د کونسل د نورو نوو غړیو د ګمارلو منظوري ورکړی ده.

ډاکټر قبله ایاز او د هغه همکاران به تر راتلونکو درو کلونو له اسلامي نظریاتي کونسل سره کار کوي.

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ټول شل غړي لري چې پکې د لسو غړو د کار موده تېر کال پوره شوې وه.

پروفیسر ډاکټر قبله ایاز تر دې وړاندې په پیښور پوهنتون کې د اسلامي او مشرقي علومو د زده کړو د څانګې مشر وو.

د مشال راډیو خبریال عبدالحي کاکړ له ډاکټر قبله ایاز سره هغه ته د سپارل شوې نوې دندې په اړه مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG