د لاسرسي ځای

تازه خبر

رباني: ډېر زر به پر فاټا اصلاحاتو د سېنټ غونډه را وغواړم


رضا رباني
رضا رباني

د ځوانانو جرګې غړو د ملاقات پر مهال د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه خپلې غوښتنې رضا رباني ته وړاندې کړې دي.

د پاکستان د سېنټ مشر رضا رباني ویلي چې ډېر زر به د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د سېنټ غونډه را وغواړي.

رضا رباني دا خبره د جمعې په ورځ د قبایلي سیمو د ځوانانو له یوې جرګې سره د لیدو کتو پر مهال کړې ده.

دا جرګه له کورمې ایجنسۍ د قومي اسمبلۍ د غړي سجاد حسېن طوري په مشرۍ کې رضا رباني ته ورغلې وه.

رضا رباني جرګې ته باور ورکړی چې ډېر ژر به د ټول سېنټ غونډه راوبلي چې پکې به دوی ته هم د ګډون بلنه ورکوي.

د ده په وینا ، په دغه غونډه کې به د فاټا له سېنېټرانو سره هم خبره کوي چې فاټا اصلاحاتو کې کوم خنډونه دي چې لېرې کړل شي.

د ځوانانو جرګې غړو د ملاقات پر مهال د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه خپلې غوښتنې رضا رباني ته وړاندې کړې دي.

دوی ویلي ، په قبایلي سیمو کې دې اصلاحات زر تر زره عملي کړل شي او د دې سیمو ولس ته دې هم د پاکستان د نورو سیمو د وګړو غوندې حقونه ورکړل شي.

د جرګې غړو وویل ، وفاقي حکومت دې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو په اړه کړې ژمنه زر تر زره پوره کړي.

دوی د رضا رباني په وړاندې دا غوښتنه هم اېښې چې حکومت دې د سپریم کورټ او های کورټ واک تر قبایلي سیمو هم وغځوي.

د قبایلي سیمو ولس اوس مهال د خپلو شخړو او مسلو د هواري لپاره له های کورټ او سپریم کورټ څخه استفاده نشي کولای.

د قبایلي سیمو په آییني حثیت کې د بدلون په اړه هلې ځلې په داسې وخت کې توندې شوې دي چې په پاکستان کې ټولټاکنو ته تر یوه کال هم لږ موده پاتې شوې ده.

د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو لپاره فعال یو شمېر سیاسي ګوندونه او قبایلي مشران غوښتنه کوي چې قبایلي سیمو ته باید د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړل شي.

د ځوانانو جرګې رضا رباني ته دا هم ویلي چې د دوی په وینا ، د۲۰۱۸ م کال په ټولټاکنو کې دې د قبایلي سیمو ولس ته حق ورکړي چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته خپل استازي وټاکي.

یادې جرګې دا غوښتنه هم کړې چې قبایلي سیمو ته دې په قامي مالیاتي کمېشن ایوارډ کې ۳ فیصده برخه وټاکل شي.

د جرګې یو غړي عبېد خان مشال راډیو ته وویل دوی د سېنټ له مشر رضا رباني څخه وغوښتل چې له دوی سره ودرېږي.

تر دې له مخه یادې جرګې د خېبرپښتونخوا له ګورنر اقبال ظفر جهګړه ، د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ ، د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار آیاز صادق ، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان سره هم لیده کاته کړي او له هغوی یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان سیاسي ګوندونه او د قبایلي سیمو مشران د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه پر دوو ډلو وېشل شوي دي.

یوه غاړه وايي ، قبایلي سیمې دې په سم دستي توګه په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

بل لوری وايي قبایلي سیمو ته دې خپله صوبه ورکړل شي او یا دې هم د ټولپوښتنې له لارې د دې سیمو له ولس څخه رایه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG