د لاسرسي ځای

پاکستان او ایران د افغانستان په مشرۍ د یوې باوري سیاسي پروسې په ضرورت ټینګار کړی دی.

د چارشنبۍ په ورځ د پاکستان او ایران چارواکو ترمنځ د سیمې په صورتحال او د افغانستان د سولې او ثبات په کوششونو وړومبې مشاروتي غونډه شوي ده.

د پاکستان خارجه وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه چې دا مشاورتي غونډه د ډارېکټر جنرل په کچ وه چې پکې د پاکستان لخوا د افغانستان د امورو ډارېکټر جنرل منصور احمد خان او د ایران لخوا د بهرنیو چارو د وزارت ډاریکټر جنرل رسول اسلامي ګډون کړی وو.

د پاکستان خارجه وزارت په وینا چې دواړو چارواکو ویلي چې د افغانستان د اوږدې شخړې پوځي حل ممکنه نه دې او ټینګار یې وکړو چې د افغانانو په مشرۍ د سیاسي عمل ضرورت دی.

دواړو خواو ترهګري نړیوال او سیمه ایز امن لپاره لویه خطره ګرځولې او ویلي چې په افغانستان کې مخ په زیاتېدونکی ترهګري او تشدد، د منشیاتو پېداوار کې اضافه او قاچاق او د وسله والې ډلې د داعش قدم مضبوطول نه یواځې افغانستان بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره هم خطر دی.

پاکستان او ایران ډارېکټر جنرلانو په ټولو هېوادونو کې د ترهګرې مخنیوي، د پولو سنبالښت انتظام او منشیاتو پېداوار او مخنیوي لپاره په کوټلې ګامونو هم ټینګار وکړو.

دواړو چارواکو د افغانستان تلپاتې سولې و ثبات او پرمختیا لپاره د پاکستان او ایران او د نړیوالې ورورولې د ژمنې څرګندونه وکړه.

په دې موقع د پاکستان پلاوي ویلي چې پاکستان و افغانستان ترمنځ د خپل مینځي مفاد اړیکې مضبوطولو لپاره نه یواځې افغانستان سره په سیاسي، امنیتي،اقتصادي بلکې د ولسونو ترمنځ اړیکو ته اهمیت ورکوي.

واضحه دې وي چې له دې وړاندې د افغانستان په معاملې د پاکستان،روس او د چین غونډې هم شوې دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG