د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف احتساب عدالت ته وړاندې کېږي


د پاکستان پخوانې وزیراعظم نواز شریف نن د پنجشنبې پر سهار له لندنه اسلام اباد ته ورسېد او سبا له به احتساب عدالت ته وړاندې کېږي.

د اسلام اباد په بې نظیربوټو ایرپورټ د ګوند مرستیالانو او د پارلېمان ځیني غړیو د هغه هرکلې وکړ.

په ایرپورټ کې د راکوزیدو وروسته هغه د خپلو شخصي ساتونکو په موجودګۍ کې پنجاب هاوس ته لاړ.

په پاکستان کې خبري رسنۍ وايي، نوموړی به نن د ګوند له مشرانو سره سلا مشوره کوي.

نواز شریف به د نویمبر په دریمه نیټه به احتساب عدالت ته وړاندې کېږي او د ده پرضد د قامي احتساب د ادارې له خوا د لګول شویو درغلۍ د تورونو ځواب به وايي.

د لندنه له روانیدو وړاندې خبریالانو سره د خبرو په وخت نواز شریف وویل چې د احتساب په نوم د هغه انتقام اخیستل ورته د منلو وړ نه دي.

د دې وړاندې هم پخوانې وزیراعظم دوه ځلې احتساب عدالت ته حاظر شوی دی.

XS
SM
MD
LG