د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار د تيلو نرخونه بیا زیات کړل


حکومت د نومبر مياشتې لپاره د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې پنځه روپۍ نولس پیسې (۵.۱۹) اضافه کړې ده. د تېلو او ګېس نرخونو سمبالولو ادارې [ايل اېنډ ګېس رېګولېټرې اتهارټي (اوګرا)] د اعلامیې ترمخه د پټرولو په نرخ کې دوه روپۍ نهه څلوېښت پیسې (۲.۴۹) د ډيزلو په نرخ کې پنځه روپۍ نولس پیسې (۵.۱۹) او د خاورو تيلو په نرخ کې پنځه (۵) روپۍ اضافه کړل شوې ده.

په قيمتونو کې له اضافې وروستو د پټرولو نوی نرخ نېږدې شپږاويا (۷۶) روپۍ، ډيزلو نرخ څلوراتيا روپۍ نهه پنځوس پیسې (۸۴.۵۹) او خاورو تيلو نرخ درې پنځوس روپۍ نولس پیسې (۵۳.۱۹) ټاکل شوی دی.

بلخوا ولس وايي چې په ملک کې د وړاندې څخه ګراني ده نو حکومت له پکار و چې د تېلو نرخونو زياتولو پرځای يې راکمې کړې وی.

د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ سيمې محمد سليم وايي چې حکومت هر کله د تېلو نرخونه زيات کړي نو ورسره ورځني کارونکې توکي هم ګران شي نو حکومت دې په حال رحم وکړي او هره مياشت دې د تېلو نرخونه له زياتولو ډډه وکړي.

مشال راډيو چې کله په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د معاشياتو استاذ ډاکټر معراج الحق نه تپوس وکړو چې حکومت هره مياشت ولې د تيلو نرخونه زياتوي؟ ايا په نړيوال مارکيټ کې د تيلو بېعې اوچتي شوي دي نو په جواب کې نوموړې وايي چې حکومت په موجوده وخت کې د ېو شمير چېلنجونو سره سره مخ دې او دا وجه ده چې نه صرف په ټېکسونو کې اضافه کړې بلکه هره مياشت د تيلو نرخونو هم زياتوي.

د نوموړي وينا وه مرکزي بېنک چې هر درې مياشتو ورستو کوم راپور جاري کوي نو په هغې کې نهه (۹) مليارده تجارتي خساره ښودلې شوې، بله دا چې موجوده حکومت په خپل دور کې اته زره اربه روپۍ قرضه اخستې ده او د نړيوال مالياتي فنډ (ای اېم اېف) نه چې يې کومې پېسې اخېستې دي نو د هغې د قسط ورکولو نېټه هم پورا ده نو دا وجه ده چې حکومت د تيلو بیې زياتې کړي.

د معراج الحق په وينا د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کې اضافې لوجې په ملک کې ګراني زياتېږي او بدې اغېزې يې نېغ په نيغه په ولس پرېوځي.

د ذکر ده چې حکومت د اکتوبر مياشتې لپاره د پټرولو او ډيزلو په نرخ کې دوه دوه روپۍ او د خاورو تيلو په نرخ کې څلور روپۍ اضافه کړې وه دې ترڅنګه د سپتمبر مياشتې لپاره يې هم د پټرولو په نرخ کې دوه روپۍ اضافه کړې وه.

XS
SM
MD
LG