د لاسرسي ځای

د پاکستان د موسمیاتو محکمې په وینا چې راتلونکی دوه میاشتو کې د باران امکان نه ښکاري او په صنعتي ښارونو کې به د سموګ یا په فضا کې د ګرد مسله وي.

د موسمیاتو د محکمې ډارېکټر جنرل ډاکټر غلام رسول مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ملک کې به روانه او راتلونکی میاشت موسم وچ وي خو د خېبر پښتونخوا په بره سیمو کې د باران امکان شته.

خپلو خبرو کې ډاکټر غلام رسول زیاته کړه چې د نور ملک د لویو او صنعتي ښارونو پشان د پېښور، کوهاټ، مردان او صوابۍ کې د سموګ یا په فضا کې د ګرد مسله زیاته وي.

،، په عام توګه موږ هر څیز د موسمیاتو د بدلون سره وتړو خو د دوړې یا د لړې کومه مسله ده نو دا د فضا الودګي ده. چې کله ژمۍ شروع شي او په فضا کې ذرات نمي سره ملاویږي نو بیا هغې نه یو قسم وریځې جوړې شي چې ورته موږ په مېداني سیمو کې د لړې نوم ورکوو او په ښارونو کې چرته د کارخانو او ګاړو نه د کیمایي مادو اخراج کیږي او هتله دوړه زیاته وي نو دې ته موږ د ګرد لړې وایو،،

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا مسلې د ونو د نه لګولو له وجې هم دي.

،، د ښه موسم لپاره د ونو لګول ښه کردار لوبوي ولې چې دا درجه حرارت په معمول ساتي او دې سره سره بارانونه هم سېوا کوي خو له بدمرغه زموږ په ملک کې د ونو لګولو سلسله کمه شوې ده او هم دې له وجې الودګي سېوا کیږي،،

څږ کال هم په لویو ښارونو کې د سموګ مسله ده او ولس ترې پرېشانه دې.

دې لړ کې په اسلام اباد کې د ماشومانو او د طبي چارو کار پوه ډاکټر نوران افریدي وایي چې خپله به هم احتیاطي ګامونه خپلول وي.

،، په سموګ کې د الرجۍ مسله زیاته وي. دا شان د سینۍ ناروغي، تبه او زکام ورسره هم شي او د چمړې مسله هم کیږي. الله دې وکړي چې بارانونه وشي خو که باران ونه شو نو پکار ده چې په کورونو کې د صفایې خیال وساتلې شي او بهر ته د وتو نه مخکې دې ماسکونه ولګول شي،،

تېر کال هم د وچ موسم او د سموګ مسله رامخته شوې وه چې له وجې یې پنجاب زیات متاثره شوې و.

د لوې سړکونو قامي ادارې د ولس د پوهې لپاره احتیاطي ګامونه هم خپاره کړې دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG