د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال ملزمان ۲۵ وکیلان لري او زه یو'


د اپرېل پر ديارلسمه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکو له خوا وژل شوي مشال خان پلار اقبال خان وايي چې د زوی تر مرګ وروستو يې د لوڼو پر تعليم اغېز پرېوتی او د دومره وخت له تېرېدو وروستو لا هم د هغوی تعليمي لړۍ په ټپه ولاړه ده.

د مشال پلار ګيله کوي چې صوبايي حکومت ورسره کومې وعدې کړې وې له هغې خوشاله نه دي. له ملزمانو سره شاوخوا ۲۵ وکيلان دي خو صوبايي حکومت دوی ته يواځې د يو وکيل ورکولو منظوري ورکړې.

د مشال خان د وژنې مقدمې لپاره اقبال خان د خيبرپښتونخوا په هري پور جېل کې جوړ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته د اورېدنې لپاره سره له خپلو وکيلانو ځي. په دې وروستيو کې د سرکاري وکيلانو مشر د فشار له کبله له مقدمې لاس اخېستی وو او بيا د صوبې اعلا وزير پروېزخټک اعلان کړی وو چې حکومت به په دې مقدمه کې د مشال خان د کورنۍ سره هر رنګه قانوني مرستې کوي.

خو اقبال خان د حکومت دا دعوه يواځې اعلان بولي او وايي چې د صوبايي حکومت په خپله خوښه يو وکيل ټاکلی او دې لړ کې د دوي رای ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړل شوی.

"موږ چې ورته د څومره وکيلانو نومونه ورکړي هغه نه راکوي. دمخالفه وکيلان ۲۵ دي. ما ته د کورنيو چارو صوبايي محکمې وويل چې يو وکيل درکوو نو ما ورته ويل چې يو به د ۲۵ وکيلانو سره څه کوي.؟"

اقبال خان د چارشنبې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د زوي د وژنې وروستو يې لا هم د لوڼو تعليم بيا نه دی شروع شوی، حکومت ورته د مشال خان د قبر او د ده لپاره پوليس اهلکار ورکړي دي خو بيا هم د امنيتي حالاتو يا اندېښنو له کبله د هغه دواړه لوڼه نه شي کولی چې خپلو زده کړو له لاړې شي.

په دې وروستيو کې داسې خبرونه رامنځ ته شوي وو چې د دې مقدمې مرکزي ګواه خپل بيان بدل کړی. په دې اړه د مشال خان پلار وايي چې دوي هغه ټولو ګواهانو ته ويلي چې ګواهي نه ورکوي څوک چې رښتيا نه شي ويلی.

د مشال خان د کورنۍ د وکيلانو د ډلې يو غړي فضل خان اېډووکېټ هيله مند دی چې انصاف نزدې دی. په دې مقدمه کې ټول ۶۲ ګواهان دي چې تر دې دمه شاوخوا ۴۴ ګواهانو خپل بيانونه ريکارډ کړي دي.

د مرکزي ګواه بيان بدلولو په اړه فضل خان وايي چې هغه په لومړي بيان کې ويلي وو چې دا هر څه د هغه وړاندې شوي وو خو وروستو يې بيان بدل کړی د کوم پرضد چې دوي عدالت کې هم درخواست جمع کړی دی.

" دغه تن چې په موقع موجود وو او لومړی يې ويلي وو چې هغه څوک پېژني کوم چې په دې پېښه کې ککړ وو. بيا کله چې پر ده فشار راوستل شو نو بيان يې بدل کړو چې څوک نه پېژني. د بيان بدلولو په اړه موږ عدالت کې درخواست هم جمع کړی چې د دې پرضد کاروايي وکړي ځکه چې په قانوني توګه دغه تن ته پکار وه چې سم او رښتيا بيان يې ورکړی وې"

د تېرې چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا حکومت د دې مقدمې د وکيل خرڅ پر خپله غاړه د اخېستو اعلان کړی دی خو اوس د مشال خان پلار له دغه اعلانه خوشحاله نه دی او وايي که صوبايي حکومت د دوي سره کړې ژمنې په سمه توګه پوره نه کړې نو ژر ده چې د يو خبري غونډې له لارې دا هر څه د ولس پر وړاندې بيان کړي.

XS
SM
MD
LG