د لاسرسي ځای

تازه خبر

​​ډاکټر افتخارحسین: د پښتونخوا ۶۰ ٪ وګړي ذهني ناروغه دي


په پېښور کې د ۲۰۱۳م کال په ۲۹ دسمبر یوې بمي چاودنې ۳۱ تنه وژلي ول، یو کس په هغه پېښه کې د خپلو خپلوانو په وژنه ویر کوي.
په پېښور کې د ۲۰۱۳م کال په ۲۹ دسمبر یوې بمي چاودنې ۳۱ تنه وژلي ول، یو کس په هغه پېښه کې د خپلو خپلوانو په وژنه ویر کوي.

د رواني یا ذهني رنځونو متخصص ډاکټر میا افتخارحسین وايي د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د ابادۍ نېږدې شپېته فیصده خلک د بېلا بېلو ذهني رنځونو ښکار شوي دي.

د مشال مرکه کې د خبرو په وخت نوموړي زیاته کړې ده چې په سیمه کې بېکرارۍ، جنګ جګړې، او بېکورۍ ډېر خلک ځپلي دي چې نتیجه يې د یوشمېر ذهني رنځونو په شکل کې راوتلې ده.

ډاکټر میا افتخار حسین
ډاکټر میا افتخار حسین

ډاکټر میا افتخارحسین وویل چې د تعلیمي ادارو زده کوونکیو د فشار کمولو لپاره بېلا بېلو نشو ته مخه کړې ده چې تر ټولو خطرناکه یې پکې ؛آیس؛ ده. دا نشه په ځوان کهول کې ډېره مقبوله ده خو د دې اثرات ډېر خطرناک دي او که په وخت يې علاج و نه شي نو داسې لېونتوب راولي چې بیا يې درملنه ډېره ګرانه شي.

نوموړي وویل، دا نشه هلکان او نجونه دواړه کوي او د چرسو څکول خو اوس دومره عام شوي دي چې خلک يې هډو نشه نه بولي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې لوی شمېر خبریالان هم د ذهني رنځونو ښکار شوي دي، ځکه چې هغوی د ډېرو بدو پیښو په اړه راپورونه لیکي او بدې پېښې ویني نو ډېرو ټکان خوړلی یا د ؛ټراما؛ ښکار شوي دي.

ډاکټر افتخارحسین په دې خبره خپله اندېښنه وښودله چې د ځوان کهول لپاره د ساعتېري او تخلیق موقعې ډېرې کمې دي، روزګارونه نه شته او د هېواد سیاسي او امنیتي وضع هم ښه نه ده نو له دې کبله هغوی نشو ته مخه کوي او باید حکومت د دې ستونځې هواري ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د صحت نړیوالې ادارې د اصولو ترمخه له لسو زرو تر شلو زرو ابادۍ لپاره یو د ذهني رنځونو متخصص یا سایکاټرسټ پکار دی خو په پاکستان کې دا وخت د پینځه لکـه خلکو لپاره یو سایکاټرسټ کار کوي. په خیبر پښتونخوا کې په ډېرو سیمو کې ذهني رنځونو د درملنې اسانتیاوي نه شته او په قبایلي سیمو کې خو د ذهني رنځونو متخصص هډو شته نه.

ډاکټرمیا افتخارحسین دا هم وویل چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې لوی شمېر خبریالان هم د ذهني رنځونو ښکار شوي دي، ځکه چې هغوی د ډېرو بدو پیښو په اړه راپورونه لیکي او بدې پېښې ویني نو ډېرو ټکان خوړلی یا د ؛ټراما؛ ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG