د لاسرسي ځای

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پنجاب د ۹ څوکیو له کمولو سره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان نشستونه زيات کړل شوي دي. دا فيصله نن د چارشنبې په ورځ د پارلېماني مشرانو په غونډه کې وشوه چې مشري د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق کوله. دوی دا پرېکړه هم کړې چې د قامي اسمبلۍ ۲۷۲ نشستونه به پر خپلځای ساتل کېږي. د حلقه بنديانو لپاره ایيني بل کې ترميم لپاره مسوده تياره کړل شوې ده چې راتلونکیو دوو ورځو کې به یې له قامي اسمبلۍ منظوري اخېستل کېږي.

د غونډې پس مطبوعاتو ته په خبرو کې اسپيکر اياز صادق ووېل چې د حلقه بنديانو متعلق د بل مسودهتيار کړل شوې ده او ټول سياسي ګوندونه پرې متفق دي.

اياز صادق ووېل چې د بل د مسودې تر مخه فاټا او سېند صوبې چوکيو کې به څه کمې يا زياتوالې نه کېږې خو د پنجاب صوبې به ۹ د قامي اسمبلۍ چوکۍ کمې شي.

هم دې سره سم د خيبر پښتونخوا به په قامي اسمبلۍ کې ۵،د بلوچستان ۳،او د اسلام اباد به ۱ چوکۍ زياته شي.

(د پنجاب ۷ جنرل او دوه مخصوص نشستونه کم کړې شو،د سېند په نشستونو کې هېڅ بدلون نه دی شوی د فاټا هم په قامي اسمبلۍ کې ۱۲ نشستونه وو هاغه به هم په خپل ځايې وي قريبا ۷ لکه ۸۰ زره ابادۍ په تناسب سره به يو نشست وي،،نو اوس به اليکشن کمېشن د حلقه بنديو کار شروع کړي.)

تېره ورځ د پارلمانې مشرانو په غونډه کې د نوې سر شمېرنې نه پس دقامي اسمبلۍ چوکيو کې د صوبو لپاره د نوې حلقه بنديانو ائيني بل منظوري ورکړې شوې وه

واضحه دې وي چې د پاکستان شمارياتو اداره وايي چې د سر شمېرنې حتمي راپور د ۲۰۱۸ اپرېل مياشت نه مخکې نشي خپرېدی۔خو بل خواد پاکستان انتخاباتي کمېشن مطابق ټول ټاکنې به د ۲۰۱۸ په جولايي مياشت کې کېږي د څه لپاره چېشپږ مياشتې وړاندې حلقه بنديانې کول مهم دي۔

د اکتوبر په ۲۵ نېټه د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د کابينې غونډه شوې وه او پکې دا تجويز رامخې ته شوې وو چې د نوې حلقه بنديانو لپاره به په بل کې تر ميم کوي او د سر شمېرنې په عبوري راپور به حلقه بنديانې کوي۔چې دا شان راتلونکي انتخابات د ځنډ ښکار نه شي.

د غونډې په موقع د حلقه بنديانو او قامي اسمبلۍ نشستونو په اړه په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر خورشېد شاه ووېل چې د سر شمېرنې په اړه د هغوي اعتراضات په خپل ځايې موجود دي خو په ملک کې په وخت ټاکنو لپاره ټولو سياسي ګوندونو په حلقه بنديانواتفاق کړی دی

(د دې څه فايدې هم نشته او نقصان هم، چېرته چې د ابادۍ خبره ده او وسايلو د تقسيم هغه ځان له يو اړخ دی په هغې هېڅ خبره نه ده شوې۔خو دا خبره هم وشوه چې اوس کوم ضمنې انتخابات به کېږي هاغه به هم په دې حلقه بنديو کېږي او په دې د ټولول اتفاق وو او موږ ته هم ټولو سره تلل ضرور وو.)

بل به اوس د زيارت او جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د منظورۍ لپاره وړاندې کولې شي او د هغي پس به په سېنټ کې وړاندې کېږي۔

دا وخت د ۱۹۹۸ په سر شمېرنه حلقه بنديانو تر لاندې د قامي اسمبلۍ ۲۷۲ چوکۍ دي د کومو شمېره چې پر ځايې وساتل شوه۔

په ملک کې اخيرنۍ سر شمېرنه په کال ۱۹۹۸ کې شوې وه چې د کوم ورستو چې حلقه بنديانې شوې وې۔د څه پس به چې اوس ۱۹ کاله پس نوې حلقه بنديانې کېږي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG