د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ووټر لېستونو کې د فاټا او پښتونخوا ځوانانو فیصدي تر ټولو لوړه ده'


د پاکستان ټولټاکنو کمېشن ترمخه دا وخت په هېواد کې دځوان رای اچونکیو په شمېره کې د فاټا ځوانان تر ټولو مخکې دي. یاد کمېشن وايي چې په هېواد کې په ټولیزه توګه ۴۴فیصده ځوانان ووټران رجسټر شوي دي چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۳۵ کلونو په منځ کې دي خو د دې په پرتله د فاټا راجسټر ځوان رای ورکوونکیو شمېر ۵۸ فیصده جوړېږي.

د پاکستان د ټول ټاکنو د کمېشن د نوي رپورټ تر مخه په ملک کې ۱۸ نه تر ۳۵ کال ووټرانومجموعي شرح ۴۴فیصده ده چې پکې په فاټا کېدا شرح تر ټولو زياته ۵۳فیصده او په خېبر پښتونخوا کې ۴۸ فيصده ده.

مشال ريډيو ته د ترلاسه شويو اسنادو ترمخه دا وخت پهفاټا کې له ۱۸ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې د پېغلو او ځوانانو رای ورکونکیو شرح ۲۲ فيصده او له ۲۶ تر ۳۵ کالو عمر رای ورکونکیو شرح ۳۱ فيصده ده.

په دې اړه د ټول ټاکنو د څارنې غېر سرکاري ادارېفرې اينډ فير الېکشن نېټ ورک يو چارواکي ظهير خټک مشال ريډيو ته ووېل چې په سيمه کې حالات خرابېدو ورستو خلکو شناختي کارډونه زيات جوړ کړل نو چې له وجې ووټ اچونکي هم زيات شوي دي.

د نوموړي په وینا چې د ځوان ووټ اچونکي زيات شمېر يو مثبت ګام دی کوم چې د ملک په سياست کې مثبت بدلون راوستلی شي.

له فاټا پس په خېبر پښتونخوا کې د ځوانان ووټ اچونکيو شمېره تر ټولو زياته ده چې دا شرح ۴۸ فيصده جوړېږې.

د جمهوريت د ودې لپاره کارکونکې د یوې غېر-سرکاري ادارې [جنوبي اسیا پارټنرشپ] سيمه ايز مشر سکندر زمان وايي چې په فاټا او خېبر پښتونخوا کې ځوان کل د نورو صوبو د ځوانانو په نسبت زياته سياسي پوه لري. د ده په وینا که په فاټا کې چرې په سمه توګه سرشمېرنه شوې وی نو دا شمېره نوره هم سېوا کېدلای شوه.

((د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې به د رای ورکونکیو فیصدي زياتهوي ځکه چې کله مسلې رامخې ته شي نو په هغه کې خلکو ته موقعې هم تر لاسه کېږي. او قبايل په دې پوهه شو، په خصو صي توګه د فاټا او پاټا خلک چې تر څو د دوی شمېر نه وي شوی او دوی ووټ نه وي اچولی نو د دوی هومره اهميت او قدر نه شته او هغه دوی ته په دې سختو حالاتو کې پته ولګېده نو له وجې دوی په سياسي توګه زيات پوهه شو او د ملک د نورو برخو د ځوانانو په نسبت یې ستاینهوشوه.))

د شمېرې تر مخه دا وخت په ملک کې له ۱۸ تر ۲۵ کالو ځوانانو رای اچونکيو شمېره يو کروړ ۴۶ لاکه ۹۶ زره ده او هم دا شان له ۲۶ کالو څخه تر ۳۵ کالو عمر ځوان رای اچونکیو شمېره دوه کروړه ۷۷ لاکه ده.

د پاکستان ټولټاکنو کمېشن د اسنادو مطابقله خېبر پښتونخوا پس په پنجاب او بلوچستان صوبو کې له ۱۸ څخه تر ۲۵ کالو ځوان رای ورکونکیو شمېره ۱۵، ۱۵ فيصده، پهاسلام اباد کې ۱۴ فيصده او په سېند صوبه کې ۱۲ فيصده ده.

XS
SM
MD
LG