د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې بهیر مو له ننګرهاره پیل کړ


د افغانستان سولې عالي شورا يو مخور پلاوی په دوشنبه ننګرهار ته تللی او هلته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې یې د یوې غونډې په ترڅ کې له ولسونو څخه د سولې راوستو په باب نظرونه وغوښتل چې پکې د یاد ولایت له ۲۲ ولسواليو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

د دغه پلاوي مشري د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشاه مشر او په سياسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار ډاکټر اکرم خپلواک کوله. نوموړي په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، "هڅه کوي چې د ولسونو ونډه په سوله کې مهمه شي. او د دې لپاره یې لومړۍ د ننګرهارله خلکو وغوښتل چې په دغه ملي بهیر کې ورسره برخه واخلي او د يوه ملي سرتاسري کمپاین په توګه په دې وتوانيږي چې د دولت ټولو مخالفینو ته د سولې پېغام ورسوي."


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ولس غږ وکړ چې د سولې په راوستو کې لاس په کار شي، "هر ننګرهاری ورور، خور، که مشر دی او که ځوانان دي، ټول به د يوه ملي مسوولیت په توګه د سولې د تحقق او ملي پخلاینې لپاره به انشاالله په ننګرهار کې کلکې هلې ځلې پيلوي."


د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فريدون خان مومند وویل، ''د سولې د راوستو په خاطر دې د دولت د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره نېغ په نېغه خبرې وشي، د مخالفینو له رهبرۍ سره خبره په کار ده، په دې لسو او شلو راوستلو مسله نه حل کېږي. هلته مدرسې دي، هلته بې کاره ځوانان دي، هلته زموږ نور ګاونډي ملکونه دي، هغوی ورته د لسو په ځای سل پیدا کوي او د شلو پر ځای ورته پينځه سوه پیدا کوي.''


د مدني ټولنو په استازیتوب ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وویل، ''د ولس له منځه دې يوه لویه شورا جوړه شي، او په جنګ کې له ښکيلو ډلو سره خبرې اترې وکړي، امکان دې ولري چې سوله تامين شي.هم مخالف لوری، هم دولت او هم نړيواله ټولنه يو دوه زره کسیز لست هر لوری تیار کړي، دا استازي باید د ولس له منځه وي، دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان چې په هغوی باندې ولس راټولېږي، نو کېدای شي چې دا د سولې لپاره يوه ښه حل لاره وي.''


د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشرې انيسې عمراني وویل، په افغانستان کې تپل شوي جنګ تر بل چا ښځې زیانمنې کړي دي. نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه چې د سولې په راوستو کې لاس په کار شي. "په اوسني جنګ کې مو ډېرې خویندی زیانمنې شوي دي. ځکه هغوی پلار له لاسه ورکوي، ورور له لاسه ورکوي او خاوند له لاسه ورکوي، په هر قیمت چې وي په افغانستان کې ښځې سوله غواړي.''

د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي وايي چې د سولې د راوستو په لړ کې د نوي ستراتيژۍ لومړۍ غونډه په ننګرهار کې وکړه او زیاتوي چې دا لړۍ به د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي او د سولې د راوستو په اړه به د خلکو نظریات راټولوي او په نوي ستراتيژۍ کې به يې ځای کوي، څو په دې وتوانېږي چې هيواد ته تلپاتې سوله راولي.

XS
SM
MD
LG