د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چابهار بندر کابل او نوی ډیلی نږدې کړل


د چابهار بندر
د چابهار بندر

پراګ ـ هند له افغانستان سره د ايران د چابهار بندر له لارې د تجارت نوې لار پرانيسنې. د هند د دې اقدام په ترڅ کې به افغانستان، چې په اوچه کې ګېر هېواد دی، د خپل تجارت لپاره د پاکستان له احتياجه خلاص شي، چې دا کار به پر سيمه ييز سياست هم اغېز ولري.

هند د اکتوبر پر ۲۹ مه، يانې د اتوار پر ورځ د هغه هېواد له کنډلا ساحلي ښار څخه يو اعشاریه يو ميليون ټنه غنم په سمندرې بېړۍ کې بار د افغانستان پر لور روان کړل.دا غنم به له ايراني بندرګاه څخه په ټرکونو کې افغانستان ته يوړل شي.

د هند د خارجه چارو وزيرې، سوشما سوارج هم د اکتوبر پر ۲۹ مه په خپل يوه بيان کې ويلي، له افغانستان سره د هند د سوداګرۍ نوې لارې د دې خبرې غمازي کوي چې دواړه هېوادونه له کلتوره نيولې تر تجارته، ټيکنالوجۍ، پانګې اچونې او د ولسونو يوه بل ته د نيږدې کولو په برخو کې همکاريو ته لېواله دي.

د هند وزيراعظم بيا هم پرون پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل، له افغانستان سره د تجارت د نوې لار پرانيستل کېدا د سيمه ييزې همکارۍ په برخه کې يوه نوی باب پرانيزي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اګست مياشت د افغانستان او جنوبي اسيايي هېوادونو لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ اعلانولو پر وخت پر هند غږ کړی و چې د افغانستان په پرمختيايي چارو کې رغنده رول ولوبوي.

هند، ايران او افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې هوکړه کړې وه چې يوه نوې تجارتي لار پرانيزي، چې په ترڅ کې به يې هند وکولای شي خپل توکي د منځني اسيا هېوادونو ته ورسوي.

هند ژمنه کړې چې د چابهار بندر د پراخولو او د سرکونو او د ريل پټړيو جوړولو پر چارو به شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالر مصرفوي.

د هند او افغانستان تر منځ د ايران د چابهار بندر له لارې د تجارت پيل افغانستان د ضرورت شيانو واردولو لپاره د پاکستان له احتياجه خلاصوي. پاکستان هند ته اجازه نه ورکوي چې خپل توکي د دغه هېواد له لارې افغانستان ته ورسوي.

چابهار بندر، چې د بلوچستان له ګوادر بندره د ۸۰ کلوميتره په واټن پروت دی، که پراخ کړل شي نو په سيمه ييز تجارت کې د ګوادر رول او اغېز کمولای شي.

XS
SM
MD
LG