د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې اووه کسان د اجتماعي ذمه وارۍ له لاندې نیول شوي


غلنۍ ـ د مومندو د ساپیو اوسېدونکي وايي، د خالي پر ماښام انتظامیې اووه کسان د اېف سي ار د اجتماعي ذمه وارۍ له دفعې سره سم نیولي دي.

د سیمې اوسېدونکو، مشرانو او په سېنېټ کې د هغوی استازي هلال الرحمان د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، دا کسان د جمعې پر ورځ د ځمکلاندې بم تر چاودنې وروسته نیول شوي دي.

یو ځايي اوسیدونکی انجینیر عسکر ساپی وايي:

((د کرکڼۍ ځايي اوه اوسیدونکي حکومت له ځانه سره بیولي او بندي کړې یې دي. نیول شوي کسان لا هم خوشې شوي نه دي.))

نوموړی زیاتوي ځايي خلک له دې خبرې نه ډېر زیات رنځ وړي چې پولیټیکل انتظامیه اوس هم د اجتماعي ذمه وارۍ د لاندې خلک نیسی او زندان ته یې اچوي. د نوموړي په وینا له دې وجې خلک د سیمې نه کډې کوي.

پر دې موضوع مو د انتظامیې د پولیټیکل اېجنټ، د هغه د مرستیال، تحصیلدار او نورو حکومتي چارواکو سره په دې موضوع د خبرو کولو هڅه وکړه خو د ځواب په ترلاسه کولو بریالي نشو. خو د پاکستان د سینیټ یو استازي هلال الرحمان مومند په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

((د قبایلو شخصي امنیت خوندي نه دی. په هغوی د دواړو خواوو نه فشار دی. حکومت او مخالف وسله وال دواړه یې ځوروي. دوی د تېښتې لاره نه لري ګنې ټول به له قبایلي سیمو وتلي ول. نو د بې وزلو قبایلو نیول ظلم دی، زیاتی دی.))

په قبایلي سیمو کې د انګریزانو د واکمنۍ له وخت راهېسې پاتې قانون اېف سي ار له مخې لا هم د حکومتي سرغړونو پر مهال خلک په ډله ییزه توګه نیول کېږي.
د دغه قانون د ختمولو لپاره د فاټا اصلاحاتو هڅې روانې دي خو دم ګړۍ یې په سر اختلافات دي. حکومت وايي، اصلاحات به ژر عملي شي.

XS
SM
MD
LG