د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سريلنکا کرکټ لوبډله بیا په لاهور کې ده


د سريلنکا او پاکستان تر منځ د وروستۍ لوبې لپاره د ټکټونو خرڅلاو روان دی.
د سريلنکا او پاکستان تر منځ د وروستۍ لوبې لپاره د ټکټونو خرڅلاو روان دی.

پراګ ـ د سريلنکا د کرکټ لوبډله د سختو امنیتي تدابیرو لاندې، په داسې حال کې د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې چې اته کاله وړاندې هم په دې ښار کې ورباندې ترهګره حمله شوې وه.

د پاکستان او سري لنکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ درې شل اوريزو سياليو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د لاهور ښار په قذافي سټډيم کې کېږي.

په ۲۰۰۹ م مېلادي کال کې په لاهور کې د سريلنکا پر کرکټ ټيم شوې حمله کې د شپږو پوليس چارواکيو او دوه ولسي وګړيو په ګډون اته کسان وژل شوي او څو لوبغاړي زخميان شوي وو.

تر دې حملې وروسته نړيوالو کرکټ ټيمونو پاکستان ته له ورتګه ډډه کوله چې له کبله یې پاکستان اړ شوی و چې له نورو لوبډلو سره خپلې سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې وکړي.

د شنبې په ورځ چې کله د سريلنکا لوبغاړي لاهور ته ورسېدل نو د سلګونو پوليسو په بدرګه کې هوټل ته ورسول شول. د پاکستان او سريلنکا ترمنځ د درېوو شل اوريزو سياليو دوې لوبې وار له مخه په متحده عرب اماراتو کې شوې چې دواړه پاکستان ګټلې دي.

پاکستان غواړي نړيوالو ته خپله وړتيا وښيې چې په دې ډول بېرته د نړيوالو سياليو په بهير ورګډ شي.

XS
SM
MD
LG