د لاسرسي ځای

نومیالی سندرغاړی ګلزارعالم دا وخت په کابل کې له خپلې کورنۍ سره د کرایې په یوه فلیټ کې ژوند کوي او د خپل راتلونکي په اړه د بې یقینۍ ښکار دی.

دی وايي په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د وضعې خرابیدو وروسته پر هغه یوشمېر بریدونه شوي دي او اوس چې يې سندرې پرېښودې او کاروبار ته يې ګوتې واچولې نو د سیمې یوه مذهبي شخصیت پرې تورونه ولګول، کاروبار يې ترې قبضه کړ او مجبوره يې کړ چې کابل ته کډه وکړي.

نوموړی وايي، بیا یې کاروبار پیل کړ، ډېر په خوارۍ او محنت یې د مېښو ډېرۍ پرانستله، بیا دا ملا راغلی دی ماشومان يې ور له وهلې دي، دړکې يې ورکړي دي. بیا په ممبر ناست دی او خلکو ته يې ویلي دي چې دې هلک د سنتو سپکاوی کړی دی، ورشئ او کور ته یې اور واچوئ.

د ګلزار عالم کورودانه رخسانه مقدس وايي، هغې د دړکو له کبله تراوسه ۲۱ کورونه بدل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا متعلقه چارواکیو ته يې خپل غږ رسولی دی خو تر اوسه يې هېچا مرسته نه ده کړې.

رخسانې غوښتنه کړې چې د هغې کورنۍ ته دې تحفظ ورکړل شي او د هغې د بچو د زده کړو انتظام دې وشي.

نوموړې وايي نه مو په پېښور کې روزګار کولی شو، نه دلته څه انتظام شته. د ګلزار ملګرو راله د یوې میاشتې لپاره په کرایه فلیټ اخېستی دی خو چې دا میاشت پوره شي بیا به څوک کرایه ورکوي.

دې وویل زه هم غواړم چې زما بچي زده کړې وکړي او د نورو انسانانو په شان د معمول ژوند تیر کړي.

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه

د خیبر پښتونخوا د کلتور د ډایریکټوریټ چارواکي وايي، دوی تر خپله وسه له ګلزارعالم سره مرسته کړې ده.

د دغه ادارې مرستیال ډایریکټر شهبازخان وايي، په خیبر پښتونخوا کې ډېر هنرمندان د دړکو ښکار دي خو چا د ګلزارعالم په رنګ کابل ته کډه نه ده کړی.

نوموړی زیاتوي،دا خبره سمه ده چې تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري ده خو په صوبه کې داسې حال دې چې دلته هر دویم دریم تن د ترهګرۍ له خطر سره مخ دی، ادارې د ترهګرو د بریدونو ښکار دي نو آیا دې خلکو کابل ته کډه کړې ده؟.

د افغانستان د کلتور او اطلاعاتو د وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي، له ګلزارعالم سره يې غیر رسمي لیدل شوي دي او وزارت به هڅه کوي چې د هغه د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

مومند وايي، ما له ګلزارعالم صیبه غوښتنه کړې ده چې په رسمي توګه له وزارت سره تماس ونیسي نو موږ به د خپلو امکاناتو مطابق ورسره هغه مرسته کوو چې له نورو افغان سندرغاړیو سره یې کوو.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم یوشمېر هنرمندان له پېښوره د نړۍ نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په صوبه کې د ترهګرو بریدونو له کبله یوشمېر هنرمندانو خپل هنر هم پرېښی دی او نور کاروبارونه يې پیل کړي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG