د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان حکومته د برمته پاکستاني انجنیر د کورنۍ غوښتنه


په ننګرهار کې د یو تښتول شوي پاکستاني انجنیر کورنۍ د افغانستان حکومت نه درخواست کړی چې له تښتونکیو دې راخوشی کړي.

د پاکستان یوه شخصي شرکت ایکو وېسټ انټرنېشنل سره پر تورخم جلال اباد سړک کارکونکې اووه شپېته کلن انجنیر ملک فیض احمد څه د پاسه دوه میاشتې وړاندې د خپل کار له ځایه اوچت کړل شوی وو.

خو د هغه تښتونکي یې د پرېښودو لپاره له کمپنۍ د یو میلین ډالرو رقم غوښتنه کوي.

د تښتول شوي انجینر وړوکي زوی ملک فرحان احمد چې د پنډۍ اوسېدونکی دی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې تښتونکیو یې د پلار ويډیویي پېغامونه رالیږلي چې پکې تشدد پرې کېږي.

د ده په وینا چې له کومې کمپنۍ سره یې پلار کار کولو نو هغه په دې کېس کې دلچسپي نه اخلي او ټیليفون یې هم نه پورته کوي.

'کمپنۍ له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، تښتونکيو له موږ سره تر اتویشتم سېپټمبره په رابطه کې ول او له هغه پس یې په څوارلسم اکتوبر پر فېسبوک یوه ويډیو راولېږله چې په هغې کې زما په پلار تشدد کېدو. زموږ د کورنۍ لپاره ویډيو د کتو وړ نه وه. ما هغه تښتونکي ته وژړل چې ولې زما له بوډا پلار سره ظلم کوی نو هغه راته ویل چې ماته مالومه نه ده کمپنۍ ته ووایه چې له موږ سره خبرې وکړي.،،

د ملک فیض احمد د زوی په وینا چې پلار یې له ډېره مجبورۍ بیا نوکري شروع کړې وه ولې چې د یو ورور د ټرېفک په حادثه کې مړینې له وجې د هغه د بچو پالنه یې کوله.

مشال راډیو دې لړ کې د پرایویټ کمپنۍ ایکو وېسټ انټرنېشنل سره د رابطې بیا بیا کوشش وکړو خو پکې بریالۍ نه شوه.

په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس وایي چې موږ ته د دې تن په اړه یو درخواست ترلاسه شوی و چې د افغانستان اړونده ادارو سره د اقداماتو اوچتولو په اړه شریک شوی دی.

په دې اړه تېره اونۍ د پاکستان خارجه وزارت ویلي ول چې په کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان اړونده ادارو سره رابطه کړې او له هغې کمپنۍ سره هم په رابطه کې دی چې ملک فېض احمد وسره کار کولو.

XS
SM
MD
LG