د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که پاکستان وغواړي امریکا پر فاټا اصلاحاتو مرستې ته تیاره ده'


په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګرا د مشال راډيو پاکستان اېډیټر عالمزېب خان
په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګرا د مشال راډيو پاکستان اېډیټر عالمزېب خان

په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګرا وايي د پېښور کونسلګرۍ او په اسلام اباد کې د امريکا سفارت ګوري د فاټا اصلاحاتو څه نتيجې مخې ته راځي او د پاکستان ولس د قبايلي سيمې اصلاحات څنګه مخ پر وړاندې بوځي.

د پاکستان لپاره د مشال راډيو بیورو مشر عالمزېب خان سره په یوه ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي که چېرته په دې لړ کې ترې د پاکستان حکومت کوم مرستېوغواړي نو دوی او د دوی د بېلا بېلا پروژو کارکوونکي یې ته تيار دي چې دا اصلاحات په کاميابۍ سره سر ته رسولو کې مرسته وکړي.

"په فاټا او خیبر پښتونخوا کې د روانو پروژو سره سره چې راتلونکیو څو کلونو پورې به روانې وي، موږ دلته او زموږ همکاران چې د اسلام اباد په سفارت کې دي، هغوی ډېر په دلچسپۍ سره ګوري چې د قبايلي سيمې د اصلاحاتو څه نتيجې مخې ته راځي. دا د پاکستان د ولس خوښه ده چې څنګه فاټا اصلاحات مخ پر وړاندې بوځي. که چېرې د پاکستان حکومت زموږ مرستېوغواړي نو زموږ د پروژو همکاران او کارکوونکي دې ته تيار دي چې د فاټا اصلاحاتو عمل په کاميابۍ سره سر ته ورسوي."

په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل د بيان په غبرګون کې د قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ پارلېماني استازي ساجد حسېن توري د دې بيان هرکلی کړی او وايي په قبايلي سيمو کې دا وخت د امريکا مرستندويه اداه يو اېس اېډ د خیرښېګړې کارونه کوي او که وړاندې هم دغه مرستې روانې وساتي نو دا د ستاينې وړ ګام دی.

نوموړی زياتوي چې د اصلاحاتو په عمل کې امريکا نېغ په نېغه کومه برخه نه شي جوړېدلی ځکه چې کوم پرمختيايي کارونه اوس روان دي يا وروستو کېږي نو د حکومت په مرسته او هم د هغوي په ښودل شوو لارو به کېږي، حکومت د دوي سره ژمنه کړې چې اصلاحات به ژر عملي شي نو د امريکا له خوا پرمختيايي کارونه روان ساتل يو غوره ګام دی.

د امريکا قونصل جنرل ښاغلي مېک ګرا دا وهم ويلي چې د قبايلي سيمو او خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې په يو شمېر پرمختيايي پروژو دوي کار کوي چې پکې په خصوصي توګه د کډوالو بېرته ستنېده هم شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې دوي په پاکستان کې ورانې شوې شخصي او سرکاري ودانۍ بيا جوړلو کې هم مرستې کوي او دا هر څه به په راتلونکي کې هم روان ساتل کېږي.

یادګېرنه: ټول تفصیل یې د مشال مرکه کې اورېدلی شی

XS
SM
MD
LG