د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفير د پاکستان مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ليدلي دي


په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال په تېرو څلورو (۴) ورځو کې د پاکستان د بېلا بېلو مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ليده کاته کړي او په افغانستان کې د روانې جګړې د هواري لپاره یې ترې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال تېره اونۍ د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې تر خونړيو پېښو وروستو د جماعت اسلامي امير سیراج الحق، د جميعت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن او د جميعت علماء اسلام س ډلې مشر مولانا سميع الحق سره جلا جلا لیدلي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې سرچينو ترمخه چې حضرت عمر زاخيلوال په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو له مشرانو غوښتلي چې په افغانستان کې روانې جګړې او خصوصا په تيره اونۍ کې شویو حملو په خپل دريځ بیان کړی دی.

خو د جميعت علماء اسلام س ګوند وياند مولانا يوسف شاه د ملاقات په اړه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال يې د ګوند له مشره مولانا سميع الحقه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې لګيدلي اور مړ کولو کې دې خپل کردار ادا کړي.

د نوموړي وينا وه چې د ګوند مشر يې افغانستان سفير ته وويل، دوی هم غواړي چې په افغانستان کې لګيدلې اور مړ شي او په دې لړ کې د همکارۍ لپاره تيار دي خو دا اور په فتوو ورکولو يا له طالبانو سره په خبرو کولو نه بلکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره مړ کېدلی شي نو په دې لړ کې د افغانستان حکومت ته خپل کردار ادا کول پکار دی.

د پاکستان مذهبي ګوندونو مشران ايا واقعې په افغان طالبانو دومره اثر لري چې په وينا په افغانستان کې دغه جګړه درېدلی شي؟

خبريال او په افغان چارو نظر لرونکې طاهر خان وايي چې دا مذهبي ګوندونه په څه نه څه ډول په افغان طالبانو اثر لري خو تر اثر زیاته مهمه خبره د علماؤ د رول اساسيت دی ځکه که د افغان طالبانو په اړه د پاکستان عالمانو او یا د مذهبي ګوندونو دا مشران څه څرګندونې وکړي او هغه څرګندونې د افغان حکومت له پاليسۍ سره نېزدې وي نو دا د افغان طالبانو لپاره د مشکلاتو سبب ګرځېدلای شي.

د يادونې ده چې په تېرو وختونو کې هم د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال له مولانا سميع الحق، مولانا فضل الرحمن او سراج الحق سره بېل بېل لیدلي ول.

XS
SM
MD
LG