د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا د ريکس ټېلرسن سفر د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ فاصلې کمې کړې؟


د امريکا بهرنيو چارو وزيرريکس ټېلرسن د افغانستان او پاکستان تر سفرونو وروسته هند ته رسېدلی دی.

نوموړي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکيو سره د ليدو پر مهال ويلی چې دغه هېواد بايد پر خپله خاوره د فعالو وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره هلې ځلې زياتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست په مياشت کې د امريکايې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسيا، افغانستان او پاکستان په اړه تګلاره کې پر پاکستان غږ شوی وو چې د وسله والو پټنځايونه له منځه یوسي.

پاکستان پر پاليسۍ خپګان ښودلی وو او ويلي يې وو چې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال يې ورکړل شوې قربانۍ يې نه دې ستايل شوي.

خو له دې وروسته د اړيکو د عادي کولو او شته اندېښنو د له منځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکيو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ پيل شوې ده.

پوښتنه داده چې آیا د ريکس ټېلرسن د اسلام اباد سفرد دواړو هېوادونو ترمنځ شته فاصله راکمه کړې ده او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پېښور پوهنتون د سميځو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز او د پاکستان پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيو نذير سره څېړل شوې دي.

د ريکس ټېلرسن د اسلام اباد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې کمې کړې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG