دا خبره نوموړي د سېشنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره په نوي ډیلي کې د لیدو پر مهال کړې ده.
له ارګه په خپرخ شوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې د هند وزیر اعظم نریندر په دې لیدنه کې د سیمې پر هېوادونو ټینګار وکړ چې باید د ترهګرۍ پرضد ریښتوني مبارزه وکړي او د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو مشرانو د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګټوره وبلله او د دې ستراتیژۍ عملي کیدل یې مهم وبلل.
د هند بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کومار وايي، ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم نریندر مودي پر بیلا بیلو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسلو خبرې وکړې او په سیمه کې یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپل هوډ تازه کړ.
افغان ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په یوه ورځني رسمي سفر نوي ډیلي ته تللی وو او هلته یې د وزیر اعظم نریندرا مودي تر څنګ د هند له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیرې سره هم وکتل.