د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېلرسن: پاکستان باید د وسله والو ډلو پرضد عملیات زیات کړي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي ، پاکستان باید پر خپله خاوره د فعالو وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

دا خبره په اسلام اباد اباد کې د امریکا سفارت خانې د سېشنبې په ماښام په یو بیان کې کړې ده.

بیان لیکي چې رېکس ټېلرسن د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پېغام پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او یو شمېر نورو لوپوړیو چارواکیو ته د لیدو پر مهال تکرار کړ.

د پول په نامه خبري رسنۍ د رپوټ له مخې ، پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ریکس ټېلرسن ته ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی ، په دې اړه یې بریالي ګامونه پورته کړي او له امریکا سره د ښو اړیکو په تمه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د سېشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ او تر څلور ساعته یې هم کم وخت هلته تېر کړ او هند ته روان شو. دا پاکستان ته د اوسني امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د لوړپوړي چارواکي لومړی سفر وو.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير ريکس ټيلرسن په داسې حال کې د سېشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ چې امريکا پر پاکستان د طالب وسله والو د ملاتړ تورونه لګوي او ترې غواړي چې نور له دغه کاره لاس واخلي.

پاکستان بيا دغه تورونه ردوي او وايي چې په هغه هېواد کې د فعالو ټولو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.

دا هرکلی تر هغو نورو ‌‌‌‌‌‌ډېر سوړ وو چې پاکستان يې عموماً بهرنيو لوړ پوړو چارواکو ته کوي.

د امریکا او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې له دې کبله د کړکېچ ښکار شوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۲۱مه نېټه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلان پر وخت پر پاکستان کلکې نیوکې وکړې.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، پاکستان پر خپله خاوره داسې وسله والو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکوي د کومو پرضد چې امریکا په افغانستان کې په جګړه بوخته ده.

د ریکس ټېلرسن هرکلي ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یو منځ رتبه چارواکي تر څنګ په اسلام اباد کې د امريکا سفير ‌‌‌‌‌‌ډيو‌‌‌‌‌‌ډ هيل ورغلی وو.

دا هرکلی تر هغو نورو ‌‌‌‌‌‌ډېر سوړ وو چې پاکستان يې عموماً بهرنيو لوړ پوړو چارواکو ته کوي.

د امريکا د خارجه چارو وزير ريکس ټيلرسن اسلام اباد ته تر تګ يوه ورځ مخکې کابل ته ولاړ او هلته يې په خبرو کې له افغانستان سره د امريکا د کلکې ملګرتيا خبره تکرار کړه او زياته يې کړه چې حکومت يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې له پاکستانه ځينې ځانګړي خواستونه کړي دي.

ټيلرسن اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې د پاکستان له وزيراعظم، د هغه هېواد د پوځ له مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وليدل.

ريکس ټيلرسن د ځينو پاکستانيو چارواکو د هغو خبرو برعکس چې ګواکې نوموړی به د پاکستان له وزيراعظم او د هغه هېواد د پوځ له مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وکړي،له دواړو مشرانو سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ ملاقات وکړ.

د پاکستان د خارجه چارو وزير خواجه اصف پرون ماخوستن د جيو په نوم يوه پاکستاني شخصي ټيلي ويژن ته وويل، له ريکس ټيلرسن سره د پاکستان د وزيراعظم او دپوځ د مشر د ګ‌‌‌‌‌‌ډ ملاقات موخه امريکا ته پيغام ورکول وو چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په لړ کې د هېواد ملکي او نظامي مشران يوه خوله دي.

ټېلرسن په عين وخت کې په ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د قربانيو د منلو تر څنګ په دې ورستيو کې د طالبانو له قيده د يوه امريکايي کانا‌‌‌‌‌‌ډايي کورنۍ د خوشيکولو لپاره د پاکستاني امنيتي ځواکونو د کار ستاينه هم وکړه.

د ریکس ټېلرسن د سفر په اړه د شنونکي نظر

د سیاسي چارو کارپوهانو له وړاندې لا ویلو وو چې پاکستان ته به د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټېلرسن سفر داسې نه وي لکه د پخوانیو امریکايي چارواکو او یا هم د نورو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سفرونه.

دا چې اوس د سیاسي چارو کارپوهان هم هغسې فکر کوي که نه د ریکس ټېلرسن او پاکستان چارواکو ترمنځ لیده کاته څه بله بڼه لري.

هارون باچاپه دې اړه د سیاسي او نړیوالو چارو له پوه ډاکټر سرفراز خان سره مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG