د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قايداعظم پوهنتون د زده کوونکو احتجاج دوام لري


په قاید اعظم پوهنتون کې د زده کوونکو احتجاج
په قاید اعظم پوهنتون کې د زده کوونکو احتجاج

د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې که څه هم د زده کړو لړۍ له دوشنبې پیل شوې ده خو د زده کوونکو احجتاج چې له شاوخوا۲۰ ورځو روان دی لا هم دوام لري.

د احتجاج کوونکو په وينا چې انتظاميې د دوشنبې په ورځ د دوي ځيني ملګري نيولي وو چې پکې زياتره خوشي کړل شوي دي خو اوس د ځيني زده کوونکو پرضد مقدمې هم درج کړی شوي دي. دوي وايي چې تر هغې به يې احتجاج روان وي تر څو چې له پوهنتونه اېستل شوي بلوڅ زده کوونکي بېرته نه وي اخیستل شوي.

د سېشنبې په ورځ د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د زده کړو لړۍ روانه وه خو د زده کوونکو بېلا بېلو سازمانونو په شريکه سره د هغه زده کوونکو لپاره په پرامنه توګه احتجاج هم کاوی چې له پوهنتونه ايستل شوي دي.

د احتجاج یوه څنډه
د احتجاج یوه څنډه

د قايداعظم پوهنتون د پښتنو زده کوونکو د اتحاديې 'پښتون کونسل' مشر ميا عبدالرازق وايي چې د دوي زياتره غوښتنې منل شوې دي خو تېره ورځ د اسلام اباد پوليسو په داسې حال کې زده کوونکي په کوتکو ووهل چې دوي پرامنه احتجاج کاوی.

نوموړي وویل ، تر هغه وروسته ځيني زده کوونکي ونيول شو او پر ځينو پرچې هم درج شوې دي او دوي غواړي چې له پوهنتونه ويستل شوي زده کوونکي بيا پرځای شي.

عبدالرازق پر پارليماني مشرانو هم غږ وکړ چې 'بايد دا معامله په پارليمان کې پورته کړي ځکه چې بلوڅ زده کوونکي په خپلو سيمو کې د بدامنۍ له کبله له تعليمبې برخې دي او دا هم ممکنه ده چې پر ناسمو لارو لاړ شي.

دا احتجاج که څه هم د پوهنتون دننه وو خو د زده کوونکو تر څنګ هېڅ يو تن ته دننه د تلو اجازت نه وو او د پوهنتون پر لويه دروازه اسلام اباد پوليس او د اېف سي ځوانان ځای پر ځای شوي وو او يوازې هغه تن به يې دننه پرېښودو چې د پوهنتون کارډ يې درلود.

د احتجاج بله څنډه
د احتجاج بله څنډه

په دې احتجاج کې بلوڅ زده کوونکي هم موجود وو او د دوي د سازمان بلوچ کونسل يو غړي محمد يونس وويل چې اوس د دوي يوازينۍ غوښتنه هم دا ده چې کوم لس بلوڅ زده کوونکي اېستل شوي دي هغوی دې بېرته واخستل شي.

د محمد يونس په وينا ، په دې لسو زده کوونکو کې اته له پوهنتونه په لنډمهاله توګه او دوه د تل لپاره اېستل شوي دي.

نوموړي وویل ، د دوي چې کومې ۱۳ غوښتنې وې په هغوي کې ۱۲ منل شوې دي او يوازې دغه د زده کوونکو معامله پاتې ده چې لپاره يې دوي راوتلي دي.

په پوهنتون کې د احتجاج تر څنګ ځینې زده کوونکي د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته هم پر احتجاج ناست دي او بېنرې يې لګولې دي پر کومو چې له پوهنتونه د اېستل شوو بلوڅ زده کوونکو د بیرته اخیستلو غوښتنې لیکل شوې دي.

مظاهره چیان
مظاهره چیان

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر له څلورمې نېټې راهسې د ياد پوهنتون زده کوونکو د فيسونو د زياتوالي ، د تګ راتګ لپاره د بسونو د کمي او د اېستل شوو زده کوونکو د بيا اخستلو لپاره احتجاج پېل شوی وو.

د پوهنتون انتظاميې د دوي زياتره غوښتنې منلې دي خو د اېستل شوو زده کوونکو د بيا اخیستلو غوښتنه لا هم نه ده منل شوې.

د اسلام اباد پوليسو د دوشنبې په ورځ تر ۷۰ زیات زده کوونکي نیولي وو کوم چې بیا د سېشنبې په شپه ناوخته خوشي کړل شو او د اسلام اباد په تاڼه سيکرټرېټ کې د ۳۸ کسانو پرضد مقدمه هم درج کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG