د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرښې پر غاړه او فاټا اصلاحات


د قبایلي سیمو نقشه
د قبایلي سیمو نقشه

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو له خوا د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه لویې غونډې پیل شوې دي چې هدف یې په دې اړه د خپل دریځ روښانه کول او ولسي ملاتړ په ډاګه کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملک د سیاسي ګوندونو ترڅنګ په خپله د قبایلي سیمو قبایلي مشران او سیاسي ، پارلماني استازي هم پر دوو برخو وېشل شوي دي.

یوه غاړه وايي قبایلي سیمې دې په سم دستي توګه په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي او بله غاړه بیا غوښتنه کوي چې یا خو دې بېله صوبه شي او یا دې هم تر هر ډول بدلون وړاندې د قبایلي سیمو له ولس څخه د یو ټولپوښتنې په ترڅ کې د هغو رایه واخیستل شي.

د مشال راډیو د دې اونۍ په خپرونه - د کرښې پر غاړه – کې یو ځل بیا په دې اړه یحث شوی دی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر رضا محمد رضا ، له باجوړه د قومي اسمبلۍ غړی او د واکمن مسلم لیګ نون ډلې یو مخکښ شهاب الدین خان ، د عوامي نیشنل ګوند یوه مشره پلوښه عباس او د قبایلي سیمو د خبریالانو د اتحادیې مشر صفدر داوړ مېلمانه دي. د خپرونې کوربه شاهین بونېری دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG